د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د پاکستان د صدراعظم په توگه لوړه وکړه


د صدراعظم په توگه د عمران د لوړې مراسم
د صدراعظم په توگه د عمران د لوړې مراسم

د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان د شنبې په ورځ (اگست ١٨) د پاکستان د صدراعظم په توگه لوړه وکړه.

د پاکستان پارلمان د جمعې په ورځ (اگست ١٧) عمران خان د هیواد د صدراعظم په توگه وټاکه او هغه ته یې د نوي ایتلافي حکومت د جوړولو لاره خلاصه کړه.

عمران د پارلمان ١٧٦ رای وگټلې او د هغه سیاسي سیال د مسلم لیگ نواز د گوند کاندید شهباز شریف ٩٦ رای ترلاسه کړې.

د عمران خان د تحریک انصاف گوند په پارلمان کې ١٥١ څوکۍ خپلې کړي او د ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره باید د نورو کوچنیو گوندونو او خپلواکو وکیلانو سره ایتلاف وکړي.

وروسته له هغې چې د پاکستان د پارلمان رئیس د جمعې په ورځ د رایو نتیجې اعلان کړې د عمران عمده سیال شهباز شریف او پلگویانو یې اعتراض پیل کړ او په شعارونو ورکولو یې پیل وکړ. هغوی ادعا کوله چې درغلیو او د پوځ مداخلې د جولای د میاشتې انتخابات ټاکلي دي نه د خلکو رایو.

شهباز شریف د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف ورور دی. نواز شریف اوسمهال د اداري فساد په تور د محکمې له لورې په ١٠ کاله بند محکوم شوی او زنداني دی.

د عمران خان په وړاندې په لومړنیو چلنجونو کې به یو هغه تصمیم وي چې د نړیوال پولي صندوق نه (IMF) پور وغواړي چې د پیسو فشار پرې کم شي او یا هم د چین ملاتړ وغواړي او په دې گاونډي هیواد باندې په تکیه کولو سره د پاکستان اقتصادي خپلواکي له خطر سره مخامخ کړي.

پر امریکا باندې د ٢٠٠١ کال د سپتامبر د یولسمې بریدونو وروسته عمران خان د ترهگرۍ پر ضد جگړې له منتقدینو څخه و او امریکا یې پدې تورنوله چې په پاکستان کې د ډرون بریدونو په کولو سره سخت دریځۍ ته لمن وهي او د هغه په وینا په دغو بریدونو کې ملکي وگړي وژل کیږي.

عمران خان همداشان د هغه جنجالي قانون پلوي کړې چې اسلام ته د سپکاوي په تور په پاکستان کې خلکو ته د مرگ سزا ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG