د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان او پوځ په اړیکو اندیښنې


عمران خان
عمران خان

د پاکستان نوي احتمالي صدراعظم عمران خان په ټاکنو کې تر بریا وروسته ویلي چې غواړي له خپلو ګاونډیو هېوادونو او امریکا سره د اسلام آباد اړیکې ښې کړي.

نړیواله ټولنه او ګاونډي هېوادونه د پاکستان په ټاکنو کې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند بریا ته په ځیر ګوري ځکه داسې اندېښنې موجودې دي چې ښایي د عمران خان د صدارات پر وخت د افغانستان د سولې هڅې ټکنۍ شي.

عمران خان د کمپاینونو پر مهال د افغانستان او هند او هم د امریکا په هکله بې ضد او نقیضې څرګندونې کړې دي. خو عمران خان تر بریا وروسته، ویلي چې د پاکستان امنیت د افغانستان له امن و امان سره مستقیم ارتباط لري.

امریکايي او افغان کارپوهان پدې باور دي چې عمران خان به د افغانستان د سیاستونو په هکله د پاکستان له پوځ سره په شخړو واوړوي.

په واشنګټن کې د منځني ختیځ د انسټېټیوټ څېړونکی پروفیسور ماروین وینبام چې د پاکستان حالات له نږدې څارې پدې باور دی باید انتظار وویستل شي او ولیدل شي چې عمران خان له وینا پرته، په عمل کې څه کوي.

وینبام وایې "عمران خان به داسې تګلارې ]د افغانستان او هند په اړه] جوړې کړې چې د پوځ په خوښه به نه وي. "افغان کارپوهان هم په دې نظر دي چې د افغانستان په باب د پاکستان تګلاره د پوځ لخوا جوړېږي.

سیاسي شنونکی محمد شفیق همدرد وایې چې د افغانستان د سولې په اړه باید د پاکستان د پوځ پالیسي بدله شي.

XS
SM
MD
LG