د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ټاکنو کې د عمران خان مرتبط کاندیدان مخکې دي، ایا حکومت جوړولای شي؟


د پاکستان انتخابات
د پاکستان انتخابات

تر دې دمه په پاکستان کې د انتخاباتو د څرګندو شویو پایلو په اساس د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان مرتبطو کاندیدانو د ۲۶۴ څوکیو څخه یې ۹۳ ګټلې او تر نورو مخکې دي. عمران خان په زندان کې دی.

د بل پخواني صدراعظم نواز شریف ګوند بیا ۷۵ څوکۍ ګټلې. دوی اکثریت نه دي، په پارلمان کې خو تر ټولو لوی ګوند دی، ځکه د عمران خان کاندیدانو په مستقل ډول ځانونه کاندید کړي وو. د هغوی ګوند په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوی و.

د ایتلاف په جوړېدو خبرې روانې دي او لا معلومه نه ده چې کوم ګوند به حکومت جوړوي. د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو پایلې له انتخاباتو څخه ۶۰ ساعته وروسته اعلان کړې، چې دغه ځنډ هم یو لړ پوښتنې پیدا کړې دي.

د عمران خان ګوند او د هغه سیال ګوند دواړه د ټاکنو د ګټلو دعوه کوي او دغه کار د پاکستان نامعلوم برخلیک نور هم تت کړی، ځکه پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او له دغه حالت څخه د ځان د اېستلو لپاره باید له نړیوال وجهي صندوق څخه پورې واخلي او په دې اړه خبرې وکړي.

د پاکستان ملي اسمبله به په راتلونکو څو ورځو کې کار پیل کړي او باید د صدارت څوکۍ ته کاندید ۱۶۹ رایې وګټي.

دا به د ایتلافیانو ترمنځ له خبرو وروسته معلومه شي او دا به هم جوت شي چې د عمران خان مرتبط کاندیدان به له نورو وړو ګوندونو سره یو ځای کېدای شي چې یو بلاګ جوړ کړي.

په همدې حال کې د عمران خان پلویانو ګواښ کړی دی که د یکشنبې فبرورۍ ۱۱ (سلواغه ۲۲) تر شپې پورې د ټاکنو نهايی پایلې اعلان نه شي، دوی به سوله ایزې مظاهرې وکړې. یو امنیتي‌مقام فرانس پرس ته ویلي دي چې د عمران خان ۳۰۰ پلویانو له پېښور څخه اسلام اباد ته تللې لویه لار تړلې ده.

عمران خان د دولت د محرمو اسنادو، فساد او نورو تورنو له کبله زندانی شوي او په ټاکنو کې د درېدو حق ترې اخیستل شوی و، خو میلیونونو پلویانو رایې ورکړې او مرتبطو کاندیدانو په مستقل ډول ځانون کاندید کړل او ۹۳ څوکۍ یې ګټلې دي. د حکومت د جوړولو په برخه کې د هغوی کاندیدانو، چې په مستقل ډول بریالي شوي، یوه ستونزه دا ده چې دوی د ګوند له لوري پارلمان ته نه دي ورغلي او په همدې اساس حکومت هم نه شي جوړولای.

د نواز شریف ګوند یو ویاندې ویلي دي دوی وار دمخه د نورو ګوندونو له استازو سره خبرې کړې دي او په عمومي توګه یې موافه کړې ده چې د پاکستان د «د ګټلو لپاره به ګد کار» کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG