د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې نرښځیانو ته د پخلي د زده کړې روزنه ورکول کیږي

دا شپږ میاشتنی وړیا پروګرام، چې د پاکستان په لاهور ښار کې پیل شوی، په جنورۍ میاشت کې ۲۵ نرښځیانو په کې نوم لیکنه کړې او د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه بله ۲۵ کسیزه ډله هم ددې پروګرام له لارې روزنه پیل کړې ده.
دا شپږ میاشتنی وړیا پروګرام، چې د پاکستان په لاهور ښار کې پیل شوی، په جنورۍ میاشت کې ۲۵ نرښځیانو په کې نوم لیکنه کړې او د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه بله ۲۵ کسیزه ډله هم ددې پروګرام له لارې روزنه پیل کړې ده.

د پاکستان په لاهور ښار کې د نرښځې (ټرانسجنډر) زده کوونکو لپاره د پخلي‌ په یوه ځانګړي پروګرام کې ګډون، نه یوازې د پخلي مهارت زده کول دي، بلکې هغوی ته د نوي ژوند او ښه راتلونکي هیله هم ورکوي.

نها ملک، چې مخکې یې په ودونو او محفلونو کې نڅا کوله، د جنورۍ میاشتې راهیسې د پاکستان د "پخلي او هوټلدارۍ په انسټیټیوټ کې د نرښځیانو ټولنې لپاره په یوه ځانګړي روزنیز پروګرام کې ګډون کړی دی.

دا شپږ میاشتنی وړیا پروګرام، چې د پاکستان په لاهور ښار کې پیل شوی، په جنورۍ میاشت کې ۲۵ نرښځیانو په کې نوم لیکنه کړې او د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه بله ۲۵ کسیزه ډله هم ددې پروګرام له لارې روزنه پیل کړې ده.

۳۱ کلنه نها ملک له اوس څخه د دوبۍ په هوټلونو کې د سراشپز په توګه د کار کولو هیلې په سر کې لري.‌

هغه وايي: "زه هیڅکله غیرحاضري نه کوم او دومره له زده کړې سره مصروفه یم، چې نور د نڅا لپاره وخت نه لرم. "

په پاکستان کې د نرښځیانو ټولنې پر وړاندې ژور ټولنیز تعصب شتون لري. له هغه ځایه چې پدغه هېواد کې ډېرې نرښځیان د خپلو بنسټیزو حقوقو څخه بې برخي دي، نو دوی مجبوره دي چې د سوالګرۍ، نڅا یا د نورو غیرقانوني لارو له لارې خپل د ژوندانه اړتیاوي پوره کړي. د دې تر څنګ، هغوی تل د تاوتریخوالي او بریدونو له وېرې سره ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې د تېر کال د رپوټ پر بنسټ، په پاکستان ګڼ شمېر نرښځیانو د تاوتریخوالي یا ناوړه چال چلند سره مخامخ شوي دي. رپوټ د نرښځیانو د ټولنې په حواله لیکلی، چې نرښځیان د خپلې هویت له امله د کار موندلو فرصتونه له لاسه ورکړي دي.ددې ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې ۷ سلنه نرښځیان په رسمي ادارو کې کار کوي.

خو سره له دې، په وروستیو کلونو کې، د پاکستان د نرښځیانو ټولنې یو شمېر غړو د حکومت او رسنیو له لارې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړی، چې دا هڅې د عامه پوهاوي د زیاتوالي لامل شوې او مثبت بدلونونه یې راوستي دي.

پدې لړ کې د پاکستان سترې محکمې د دوی لپاره د دریم جندر پېژندلو حق ورکړی او ټینګار یې کړی چې دوی باید د هېواد د نورو وګړو په څېر مساوي حقونه ولري.

همدارنګه د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې، په لاهور ښار کې د نرښځیانو لپاره په ګډه له نورو مسافرو سره په ګاډو کې د تګ راتګ ځانګړې خدمات پیل شول، ترڅو لدې لارې هغوی له تبعیض او ځورونې څخه خوندي وساتي.

همداراز، په ۲۰۲۲ کال کې، د پاکستان حکومت د نرښځیانو ټولنې لپاره د مرستې یو ځانګړی ټیلیفوني کرښه هم فعاله کړې ده.

نها ملک وایي: "په ټولنه معمولا موږ ته په سترګه کتل کیږي، خو موږ باید دا لیدلوری بدل کړو. اوس، چې خلک ما د سراشپز په ځانګړي جامه کې ویني، راځي او پوښتنه کوي چې څه کار کوم. "

د نوموړي‌ په خبره، زده کوونکي په خوشحالۍ سره انسټیټیوټ ته راځي، خپل رنګین کالي د سپین یونیفورم سره بدلوي او د پخلي هنر زده کوي.

خو دا یو اسانه سفر نه دی. دوی هره میاشت ۸۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ د مرستې په توګه ترلاسه کوي، چې د زده کوونکو لپاره بسنه نه کوي.

۲۶ کلنه زویا خان وایي: "کله چې زما د کور کرایه ۱۵۰۰۰ روپۍ وي، نو زه به څنګه له دغو لږو پیسو سر ژوند وکړم؟" هغه زیاتوي، چې د کور د کرایې ترڅنګ د بریښنا او اوبو بیلونه هم ور سره زیات کړي.‌ نو لدې امله مجبوره یوو، چې لا هم د میاشتې څو ځله په مراسمو کې نڅا وکړو.

نوموړې وویل: "دا ريښتیا دي چې مخکې مې د نڅا له لارې ښه عاید درلود، خو په هغه کار کې په درنه سترګه راته نه کتل کیدل. "

زویا خان چې غواړي له فراغت وروسته د سړک غاړې کې یو کوچنی کافې شاپ پرانیزي، وویل: "موږ ولې دې ځای ته راځو؟ ځکه موږ دلته هیله او امید وینو."

د دې پروګرام اجرائیوي مشره، نادیا شهزاد وایي چې دا پروژه د نرښځیانو ټولنې، چې یو شاته پاتې او له پامه غورځول شوی قشر دی، په ټولنه کې د یوځای کېدو لپاره مهم ګام دی.

هغې وویل، چې دغه انسټیټیوټ هڅه کوي د فارغ شویو زده کوونکو لپاره په بهر کې د کار فرصتونو لپاره د ویزې اسانتیاو په موخه د دولتي چارواکو ملاتړ ترلاسه کړي. د دې ترڅنګ، د ځینو هوټلونو او رستورانتونو سره خبرې روانې دي، چې ددې پروګرام د فارغانو لپاره د میاشتني تر ۳۰زرو پاکستاني روپیو پورې دندې برابرې کړي.

خو د نرښځیانو ټولنې مشره، شبنم چوهدري، وایي چې د نڅا او سوالګري پرېښودل او د پخلي زده کړې ته مخه کول، د دې ټولنې لپاره اسانه نه دي.

ډېری خلک لا هم شک لري، چې ایا ټولنه به دوی ته د کار زمینه برابره کړي؟ یا ایا مشتریان ددوی په لاس پاخه شوي خواړه وخوري؟

هغې وویل: "ما مخکې داسې ډېر نرښځې زده کوونکې لیدلي، چې د سینګار او خیاطۍ زده کړو ته تللي وې، خو وروسته یې کار نه دی موندلی او بېرته مجبور شوي، چې د سوالګري او نڅا ته مخه وکړي."

هغې زیاته کړه، پداسې حال کې چې په پاکستان لا هم سلګونو زرو ځوانان چې لوړې زده کړو او مهارتونو لري، د بیکارۍ څخه کړیږي، نرښځیانو ته د مناسب کار د موندلو په اړه شک لري.

چوهدري پوښتنه کوي: "په داسې سخت رقابتي چاپېریال کې او یو داسې محیط‌ کې چې څوک حاضر نه دی موږ ته لاس راکړي، نرښځیانو ته به څوک کار ورکړي؟"

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG