پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۸) وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري په جنوبي وزیرستان کې پر ملکي کورونو او یو بازار هوايي برید شوی، چې له امله یې لږترلږه یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د خیبر پښتونخوا والي، فیصل کریم کنډي د ښکته جنوبي وزیرستان پر ملکي کورونو او د انګور اډې پر بازار د هاوان مرمیو لګېدل «نا پارېدلی تېری» وباله. هغه د پاکستاني پوځ د ځواب ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ددې ایالت د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې زرګونو کسانو قربانۍ ورکړې دي.
کنډي په یوه اعلامیه کې زیاته کړه: «پاکستان به هېڅکله پر خپلو خلکو بریدونه او یا هم د خپل حاکمیت سرغړونې ونه مني.»
د جنوبي وزیرستان امنیتي چارواکو ویلي چې دا برید د سه شنبې په ورځ شوی او خبرداری یې ورکړی چې پاکستاني ځواکونه دغه برید ته «اغېزناک او سخت» ځواب ورکوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ددې پیښې په اړه سمدستي څه نه دي ویلي.
دا تاوتریخوالی څو ورځې وروسته له هغې رامنځته شوی چې په افغانستان کې د طالبانو چارواکو ویلي وو، له پاکستان سره ستونزې د ډپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي.
اسلام اباد له کابل څخه غوښتي و چې د هغو وسله والو پر ضد د باور وړ اقدامات وکړي چې د اسلام اباد په وینا، د افغانستان له خاورې څخه په استفادې د پاکستان دننه بریدونه ترسره کوي.
د وسله والو ډلو د فعالیت په سر دواړه ګاونډي هېوادونه په زیاتېدونکې توګه له یو بل سره اختلافات لري. اسلام اباد تور پورې کوي چې کابل وسله والو پاکستاني طالبانو او بلوڅ ازادي غوښتونکو ته پناه ورکوي او دغه وسله وال د پولې هاخوا بریدونه ترسره کوي.
د طالبانو حکومت دغه تورونه ردوي او وايي چې وسله وال فعالیتونه د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.
پاکستان په وروستیو کلونو کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مخ شوی، او چارواکي یې د ناامنیو د اکثره پېښو پړه پر پاکستاني طالبانو او له هغوی سره پر تړلو وسله والو ډلو اچوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شخړو کې سږ کال سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فورم \ دبحث خونه