د لاس رسي وړ اتصالات

د فساد او حکومتوالۍ ارزونه؛ د پیسو د نړیوال صندوق پلاوی پاکستان ته سفر کوي


پاکستاني چارواکي وايي‌ په پام کې ده چې د پیسو نړیوال صندوق په پاکستان کې د حکومتوالۍ او همدغه راز د فساد د خطرونو په اړه ارزونه وکړي.

رویټرز د یکشنبې په ورځ، فبرروي نهم (سلواغې ۲۱) د پاکستان د مالیې وزارت د چارواکو له قوله راپو ورکړی چې ټاکل شوې د پیسو د نړیوال صندوق یو درې کسیز پلاوی د دې ارزونې لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

دغه وزارت پاکستان ته د پیسیو د نړیوال صندوق د پلاوي د سفر د وخت په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې د حکومتوالۍ او د فساد تشخیصي ارزونه به له پاکستان سره د ۲۰۲۴ کال د مرستو د تمدید د اسانتیا پروګرام په چوکاټ کې ترسره شي.

د پاکستان د مالیې وزارت ویلي: "د دغه ماموریت تمرکز د دولتي چارو په شپږو اصلي برخو کې د فساد د ګواښونو پر ارزونې باندې دی چې مالي حکومتوالۍ، د مرکزي بانک مدیریت او عملیات، پر مالي سکتور څار، د بازار قواعد، د قانون حاکمیت او د پیسو سپینولو او د تروریزم له تمویل سره مبارزه په کې شامل دي."

د پاکستان حکومت د پیسو د نړیوال صندوق د فني ملاتړ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا ارزونه به په ادارو کې د شفافیت او ظرفیت جوړنې د هڅو په برخو کې ګټور ثابت شي.

پاکستان چې له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی د خپل خراب اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د پیسو له نړیوال صندوق څخه د اوه میلیارد ډالرو د پور د ترلاسه کولو په تکل کې دی.

ټاکل شوې چې د پیسو د نړیوال صندوق پاکستان ته د پیسو د ورکولو وړاندې د دې هېواد ټولې مالي برخې بررسي کړي. د پاکستان حکومت او د دې هېواد مرکزي بانک د پیسو د نړیوال صندوق د شرایطو د پوره کولو له کبله د خوشحالۍ اظهار کړی دی.

دا په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړېدو راهیسې له دغه هېواد سره د پیسو د نړیوال صندوق د پور ورکولو پنځه ویشتم پروګرام دی او د هېوادونو په کچه د دغې ادارې تر ټولو لوی پور بلل کېږي.

کارپوهان وايي چې د اقتصادي چارو ناسم مدیریت، فساد،‌ د نظامي دیکتاتورانو له خوا په پرله پسې توګه د واک ترلاسه کول او د د اصلاحاتو په راوستلو کې د منتخبو حکومتونو پاتې راتلل په پاکستان کې د مالي ستونزو عمده لاملونه دي.

اسلام اباد له دې وړاندې د پورونو د ترلاسه کولو،‌ له خپلو پخوانیو متحدینو څخه د اقتصادي ملاتړ د ترلاسه کولو او د پیسو د نړیوال صندوق د مالي مرستې له لارو خپلې بهرنۍ مالي اړتیاوې مدیریت کړي دي.

د پاکستان حکومت دا مهال له سعودي عربستان، چین،‌ متحده عربي‌ امارات او قطر څخه څه باندې ۱۳ میلیارد ډالره پوروړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG