د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ (جون څلورمه) د روسیې او طالبانو د حکومتونو ترمنځ د لاسلیک شوي دفاعي تړون په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند طاهر اندرابي څخه په یو خبري کنفرانس کې د دغه تړون په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل:
"موږ په دې اړه راپورونه لیدلي دي. پوهېږم چې دا تړون د مۍ په ۲۷ نېټه بشپړ شوی دی. جزیات یې لا هم تر ارزونې لاندې دي. اوس وختي دی چې د دې مسئلې په اړه کوم نظر ورکړل شي."
روسیې تېره اونۍ د مسکو په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د طالبانو له حکومت سره د تخنیکي او پوځي همکاریو دا تړون لاسلیک کړ.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف رسنیو ته ویلي چې د پوځي او تخنیکي همکاریو دغه تړون تر ډېره په افغانستان کې د روسي وسایطو او تجهیزاتو په ترمیم او ساتنه تمرکز کوي.
د طالبانو حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د مسکو په امنیتي کنفرانس کې ګډون کړی و، طالبانو ویلي چې دا تړون د هېڅ هېواد په ضد نه دی.
روسیې په هغو څو هېوادونو کې راځي چې د افغان طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی او دیپلوماتان یې منلي دي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو سره د مشارکت په اړه د روسیې ټینګار ته په غبرګون کې ویلي چې هېڅ هېواد باید له «شریرو لوبغاړو» سره د یووالي لاره غوره نه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي دي چې د طالبانو ځپونکو فرمانونو د افغانانو بشري حقونه او اساسي ازادۍ محدود کړي.
فورم \ دبحث خونه