د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان سترې محکمې ته عریضه؛ پاکستان کې زیږیدلي افغان ماشومان د تابعت حق لري


د پاکستان سترې محکمې د پنجشنبې ورځ نومبر ۳۰ ( لیندۍ نهم ) له دې هېواد څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ډله ییزې شړنې پرضد د یوې عریضې په اورېدنه کې ویلي چې دا مسله باید د ددغه هیواد د اساسي قانون له مخې تشریح شي.

پر دې مهال سترې محکمې د دې معاملې د لا سپیناوي لپاره د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت او لوی څارنوال ته په راتلونکې اورېدنه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د سترې محکمې قضايي جرګګۍ د قاضي سردار طارق مسعود په مشرۍ چې پکې قاضي یحی اپرېدي او قاض‍ۍ عایشه ملک هم شامل و، د بې اسناده افغان کډوالو د ډله ییزې ستنونې پرضد دا اورېدنه د پخواني سناتور فرحت الله بابر، سناتور مشتاق احمد، او د محسن داوړ په ګډون د ځینو نورو کسانو پر عریضه کړې ده.

له امریکا غږ سره په خبرو کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وویل، چې سترې محکمې د دوی پر درخواست په اورېدنې کې خپله قضايي جرګګۍ له درېوو څخه پنځو قاضیانو ته پراخه کړه: "سپریم کورټ [سترې محکمې] د بلې اورېدنې لپاره د پاکستان صدراعظم، بهرنیو چارو وزیر او نور اړونده چارواکي ورغوښتي چې خپل سپیناوی وکړي، ځکه چې د پاکستان اساسي قانون له مخې سرپرست حکومت دا حق نه لري چې له دې هېواد څخه کډوال وباسي."

محسن داوړ زیاته کړه، مهمه نکته دا ده چې د پاکستان سرپرست حکومت د بې اسناده افغان وګړو د ستنولو قانوني حق نه لري او بل دا چې ستنوونکو افغانانو دلته د پناه اخیستې غوښتنه کړې ده.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې مدنې فعال او مدافع وکیل منیر کاکړ له امریکا غږ سره په خبرو کې د پاکستان اساسي قانون، هغه مادې ته په اشارې چې د پناه غوښتونکو حقونه پکې خوندي دي وویل: "کله چې یو څوک له یوه ملک څخه بل ملک ته پناه یوسي او د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې تر څارنې لاندې یې نوملیکنه وشي نو کوربه هېواد مکلف دی چې د ملګرو ملتونو د قانون له مخې د کډوالو بشري حقونه خوندي کړي".

منیر کاکړ په ستره محکمه کې روانې اورېدنې ته خوشبیني ښودلې چې کېدای شي دا نوې قانون جوړونې ته لار هواره کړي.

د پاکستان سترې محکمې ته یوه بله عریضه بیا د لمز پوهنتون د عامه ګټې پوهنځي غړو وړاندې کړې ده، او دریځ یې دا دی چې د پاکستان اساسي قانون د تابعت یا شهریت بند ۱۹۵۱ تر (۴) برخې لاندې هرڅوک چې دلته وزېږي، د دې هېواد وګړی دی.

د پاکستان ستره محکمه به د بې اسناده افغان کډوالو د ستنولو خلاف پر درخواست نن هم اورېدنه کوي.

د پاکستان سرپرست حکومت د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د بې اسناده کډوالو د ستنولو بهیر پیل کړی چې ډېری یې د افغانستان وګړي دي او تر دا مهاله تر څلور لکو زیات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د اسلام اباد سرپرست حکومت دې اقدام په نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG