د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له نړۍ سره پروازونه وځنډول


پاکستان وايي یوازې د کارګو پروازونه به روان وي
پاکستان وايي یوازې د کارګو پروازونه به روان وي

د پاکستان حکومت وايي د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې تر دوو اونیو پورې له نړۍ سره د تګ راتګ پروازونه ځنډولي دي.

په امنیتي چارو کې د صداعظم عمران خان سلاکار معید یوسف خبریالانو ته ویلي دي چې د اپریل تر څلورمې نېټې پورې به پاکستان ته پروازونه بند وي.

نوموړی وایي په دغې مودې کې به یوازې د کارګو او سامان وړونکو او راوړونکو الوتکو پروازونه کیږي. همدغه راز د ځانګړو میلمنو او چارواکو پروازونه هم له دغه بندیز څخه مستثنی دی.

پاکستان داسې مهال له نړۍ سره خپل پروازونه ځنډوي چې د دغه هېواد ملي هوایي شرکت پي آی اي څو ورځې مخکې خپل نړیوال پروازونه وځنډول.

دا بندیز د شنبې په شپه (مارچ۲۱) په اتو بجو پیل شو. ښاغلي یوسف وویل چې په دغه مودې کې به پاکستان له یو لړ ستونزو سره مخامخ شي، خو د کرونا د مخنیوي یوه لاره هم دا ده.

ټاکل شوې وه چې څه باندې ۲۰۰زره پاکستانیان او سیلانیان د مارچ تر پایه پاکستان ته تللي وای.

په پاکستان کې تر دې دمه (شنبه مارج۲۱) شاوخوا ۵۳۳ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي او یو کس مړ شوی دی.

د کرونا ویروس په چین کې خپور شوی او دا مهال د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو په اسا د نړۍ په څه باندې ۱۵۰ هېوادونو کې دغه ویروس ۱۱۷۹۵ کسان مړه کړي او ۲۸۴۷۴۵ نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG