د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني چارواکي وايي امریکا لطیف محسود ورسپارلی


له لطیف الله محسود سره د عزیز عرفات او جعفر په نامه دوه نور کسان هم پاکستان ته سپارل شوي دي خو د دې دوو بندیانو په هکله نور معلومات ندي ورکړل شوي.

په افغانستان کې امریکايي ځواکونو یوازې همدومره ویلي چې له بګرام زندان څخه یې درې غیر افغان بندیان اسلام اباد ته سپارلي دي.

د امریکايي ځواکونو په یوې اعلامیې کې د سپارل شویو بندیانو هویت ښودل شوی نه دی او ویل شوي چې په دغې معاملې کې افغان حکومت هم ښکیل نه و.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت یو ویاند امریکا غږ ته وویل چې دوی درې پاکستاني بندیان خپل هېواد ته ورستانه کړي، خو د هغوی نومونه یې یاد نه کړل"موږ تایدو چې امریکا درې هغه پاکستانیان خپل هېواد ته ورستانه کړل چې په افغانستان کې د امریکا په توقیف کې و. هغوی د پاکستان او امریکا ترمنځ له یو لړ خبرو او د هغوی د انساني حقونو د خوندیتوب له ضمانت کولو وروسته، وسپارل شول."

د افغان حکومت دریځ

امریکايي ځواکونه غواړي چې د روان ۲۰۱۴ کال تر پای وړاندې د بګرام له زندان څخه ټول غیرافغان بندیان یا وباسي او یا یې خپلو هېوادونو ته وروسپاري.

ټاکل شوې چې د همدغه کال د ډسمبر په ۳۱ نېټه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جنګي ماموریت پای ته ورسيږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزي امریکا غږ ته وویل چې پاکستان ته یې د لطیف محسود د سپارل کېدو په اړه معلومات ټولوي.

ښاغلي سالازي وویل "لطیف محسود د افغان ځواکونو په بند کې نه و.موږ پاکستان ته د هغه د ورسپارلو د خبر په اړه د نورو جزیاتو په راټولولو بوخت یو."

ښاغلي سالارزي د پاکستان او امریکا د دغې معاملې په اړه له نور ډېر څه ویلو ډډه وکړه.

تېر کال د افغانستان د ملي امنیت ادارې وویل چې د پاکستاني طالبانو یو قومندان لطیف محسود یې په لوګر ولایت کې ونیوه. د ملي امنیت ریاست وویل چې ښاغلی محسود له پاکستان نه په ناقانونه توګه افغانستان اوړیدلی و، چې ونیول شو.

خو چارواکو وروسته بیا دا خبره وکړه چې امریکايي ځواکونو، لطیف محسود کابل ته پر لار له افغان ځواکونو څخه "وتښتوه".

ښاغلی سالازی وايي لطیف محسود له افغان حکومت سره بندي نه و او دوی اوس د هغه د خوشې کېدو د خبر په اړه نور معلومات ټولوي.
ښاغلی سالازی وايي لطیف محسود له افغان حکومت سره بندي نه و او دوی اوس د هغه د خوشې کېدو د خبر په اړه نور معلومات ټولوي.

د راپورونو له مخې لطیف محسود له افغان استخباراتي ادارو سره همکاري لرله او غوښتل یې چې ځینې افغان طالبان له کابل سره د سولې خبرو ته وهڅوي.

نوموړی د پاکستاني طالبانو وژل شوي مشر بیت الله محسود مرستیال بلل کېده.

افغان حکومت تل له پاکستان څخه غوښتي چې یو شمېر لوړ پوړي افغان بندي طالبان آزاد کړي چې له کابل سره د سولې په خبرو کې مرسته وکړي.

په دغه لړ کې د ملا برادر خبره ډېره یادیږي، سره له دې چې پاکستان هغه آزاد کړ، خو افغان چارواکي تور لګوي چې امریکا کابل ته د هغه له سپارلو سره موافقه نه وه.

تراوسه لا هم معلومه نه ده چې ملا برادر چېرته او څنګه ژوند کوي.

د ګوانتنامو د بندیانو سپارل

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت وايي شپږ نور بندیان یې یوراګوۍ ته استولي دي.

د دفاع وزارت وايي احمد عدنان احجام، علي حسین شعبان، عمر محمد فراج، عبدل بن محمد عباس اورګی، محمد طحه متان او جهاد دیاب، نن یکشنبه د ګوانتنامو له زندان څخه یوراګوۍ ته واستول شول.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي چې په سپارل شویو بندیانو کې څلور سوریایان، یو د تنزانیې او یو فلسطیني وو، چې یوراګوۍ ورته پناه ورکړې وه او هلته یې ژوند کوه.

د ګوانتنامو زندان په نیویارک کې د امریکا په تجارتي ودانیو له بریدونو وروسته چې، القاعده یې په کولو تورنه شوه، جوړ شو
د ګوانتنامو زندان په نیویارک کې د امریکا په تجارتي ودانیو له بریدونو وروسته چې، القاعده یې په کولو تورنه شوه، جوړ شو

دوی د القاعده ډلی سره د تړاو په تور نیول شوی وو، خو رسمې تور پرې ونه لگول شو، دا هم ویل شوي نه دي چې دغه کسان کله او چېرته ونیول شول.

دوی د گوانتانامو لومړني بندیان دي چې د جنوبي امریکا یوه هېواد ته سپارل کیږي.

له ګوانتنامو زندان څه د دغه کسانو په ویستل کېدو سره، اوس په دغه زندان کې ټولټال ۱۳۶ تنه بندیان پاتې شول.

د ګوانتنامو زندان په نیویارک کې د امریکا په تجارتي ودانیو له بریدونو وروسته چې، القاعده یې په کولو تورنه شوه، جوړ شو.

په دغه زندان کې په القاعدې پورې تړلي تورن کسان بندیان دي چې د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې نیول شوي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG