د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو له اسلام اباد سره تر 'نامعلومې مودې پورې اوربند' وکړ


پاکستاني طالبان
پاکستاني طالبان

«تحریک طالبان پاکستان» وايي د پاکستان له حکومت سره یې د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې وروستیو اوونیو کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ او اسلام اباد ترمنځ په کابل کې د خبرو کوربه و. پاکستاني طالبان له څو کلونو راهېسې د دغه هېواد د پوځ او امنیتي ځواکونو په خلاف جنګېږي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني په یوې اعلامیې کې، چې په کابل کې یې خپره کړې ده، ویلي دي: «په دوه ورځنیو خبرو کې کافي پرمختګ شوی چې په نتیجه یې کې د تحریک طالبان پاکستان مشرتابه تر نامعلومې مودې پورې اوربند وغځوه.»

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې په دغو خبرو کې «دیني عالمانو او قومي مشرانو» هم برخه اخیستې وه او راپورونه وايي چې د قبایلي مشرانو له راتګ وروسته په خبرو کې پام وړ پرمختګ وشو.

ښاغلي خراساني ویلي دي چې په را روانو ورځو کې به نورې غونډې هم وشي.

د پاکستان د حکومت یو مقام، چې نغواړي نوم یې واخیستل شي، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې په کابل کې خبرې «مثبت طرف» روانې دي.

اسلام اباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان له افغانستان څخه پرې بریدونه کوي. تېره میاشت د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان په کونړ او خوست کې هوايي بریدونه وکړل چې د ځايي چارواکو په خبره ۴۷ کسان په کې ووژل شول چې ښځې او ماشومان هم په کې وو. ځینو پاکستاني رسنیو وویل چې دا بریدونه د پاکستاني طالبانو په غړو باندې شوي وو.

د پاکستان پوځ تر دې دمه لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب وویل چې د «ملي مصلحت» په خاطر یې د پاکستان د برید ځواب نه دی ویلی. طالبانو دا برید وغنده او وویل چې دا ډول کړنې «دښمنۍ ته لاره» هواروي.

د پاکستان حکومت تېر کال هم له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ چې ډېر ونه پایده. د اوسني تړون په اړه ډېر جزیات خپاره شوي نه دي او نه هم پاکستاني چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي دي.

په کابل کې د طالبانو حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې دا تائید کړې وه چې په کابل کې د دغو دواړو اړخونو ترمنځ یې د خبرو کوربتوب کړی دی.

XS
SM
MD
LG