د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي- راپور


د افغانستان د ډبرو سکاره
د افغانستان د ډبرو سکاره

په افغانستان کې مقامات وايي چې طالبانو پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي‌ او کمرګي مالیات یې هم پرې لوړ کړي دي.

طالبان غواړي له بهرنیو مرستو پرته د افغانستان د معادنو د استخراج له لارې ډېر عواید ترلاسه کړي.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل ویلي‌ دي چې د ډبرو سکرو صادرات ځکه زیات شوي دي چې «موږ سوداګرو ته زمینه برابره کړې» ده.

نوموړي‌ وویل چې د طالبانو حکومت په تېرو شپږو میاشتو کې د ډبرو سکرو د صادراتو له لارې ۳.۹ میلیاردو افغانیو په ارزښت عواید ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، اندونیزیا چې د ډبرو سکرو لوی صادروونکی هېواد بلل کېږي، صادرات بند کړي‌ دي. د اندونیزیا د دغه اقدام له کبله په نړیوال مارکیټ کې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې او په اروپايي هېوادونو کې یې تقاضا هم زیاته شوې ده.

د رویټرز خبري‌ اژانس د راپور له مخې طالبانو تېره اوونۍ د ډبرو سکرو په صادراتو باندې مالیه له ۲۰ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته لوړه کړه.

د راپور په اساس د افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادرات به د پاکستان ډېر ضرورت پوره کړي او په جنوبي‌ افریقا باندې به یې تکیه کمه کړي. دا مهال پاکستان د خپل ضرورت وړ ۷۵ سلنه د ډبرو سکاره له جنوبي افریقا څخه واردوي.

تر دې دمه د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي‌ ویلي. خو یو پاکستاني چارواکي‌ د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادرات د میاشتې ۵۰۰زره ټنه ته رسېدلای شي.

د طالبانو د حکومت د معادنو او پترولیم وزارت مرستیال عصمت الله برهان ویلي‌ دي چې دا مهال څلور داخلي شرکتونه د ډبرو سکرو کانونه استخراجوي‌ چې اکثریت یې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې دي.

XS
SM
MD
LG