د لاس رسي وړ اتصالات

مقامات: د پاکستان له مدرسو افغانستان ته جنګیالي راغلي


دا د ۲۰۱۷ اګست ۲ ده چې طالبانو په قندهار کې انتحاري حمله کړې وه.
دا د ۲۰۱۷ اګست ۲ ده چې طالبانو په قندهار کې انتحاري حمله کړې وه.

د کندهار د ملي امنیت ریاست د پنجشنبې په ورځ (جون۱۳) د څلورو پاکستاني اتباعو په ګډون، څلورویشت تنه وسله وال خبریالانو ته وښودل او وایي نیول شوي جنګیالي د پاکستاني مدرسو څخه افغانستان ته د جګړې لپاره راغلي وو.

په ورته وخت کې د کندهارامنیتي مقامات ادعا کوي چې له ډيورنډ کرښې سره نږدې يې د همداسی جنګیالیو د تیریدو د مخنوي دپاره امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

په کندهار کې د تیرو پنځو میاشتو راهیسې د جګړو او نا منیو پیښې زیاتي شوي چې تر ډيره د میوند، خاکریز، میانشین او د ارغستان ولسوالیو کې درنې جګړې شوي دي.

د کندهار والي حیات الله حیات وایي په دغو نویو جګړو کې تر ډېره د پاکستاني دیني مدرسو طالبان لیدل کیږي چې په افغانستان کې د جګړو د لیکو د پیاوړتیا لپاره لیږل کیږي.

والي حیات وویل افغان امنیتي قواوو ډیر شمیر کې داسی وسله وال نیولي چې غوښتل يي په جبهو کې فعاله ونډه واخلي.

د ملي امنیت لخوا یو شمیر نیولو شویو کسانو چې ځانونه يي پاکستاني اتباع معرفي کړي، وایي په پاکستاني مدرسو کې په افغانستان کې د جګړې دپاره تشویق او هڅول شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ (جون۱۲) د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال تادین خان هم ورته څرګندونې لرلې او ویلي يي وو چې د اوړي د پیلیدو سره په پاکستان کي دینې مدرسې رخصت شوي او اکثریت طالبان يي په أفغانستان کې جنګي جبهو ته راغلي چې نژدې هره شپه دوئ پرامنیتي پوستو حملې کوي خو امنیتي ځواکونو يې دفاع کړې ده.

خپله وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG