د لاس رسي وړ اتصالات

د کوکنارو د نیش وهلو کار ماشومان له زده کړو بې برخې کړي دي


د کوکنارو د نیش وهلو کار ماشومان له زده کړو بې برخې کړي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د کندهار ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې د تریاکو کروندګرې کورنۍ وايي، چې د فقر له امله له زده کړو پاتې دا ماشومان یې ځکه د تاریاکو په پټیو کې کار کوي.

په کندهار کې د تاریاکو کروندګرې یو شمېر کورنۍ وايي، چې د فقر او غربت له امله يې ماشومان له زده کړو پاتې دي.

ددې ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې د تریاکو دغه کروندګرې کورنۍ وايي، چې د فقر له امله له زده کړو پاتې ماشومان یې ځکه د تاریاکو په پټیو کې کار کوي.

خو د تریاکو د کښت په پاللو او حاصل را ټولولو کې يې ځانګړی مهارت خپل کړی دی. هجرت الله او قدرت الله دواړه د نشه يي توکو د یوې کرونده ګرې کورنۍ ماشومان دي.

دوی هر یو اوس د تریاکو له نېش وهلو سره بلد دي او زیاتوي چې د تریاکو د فصل په پای کې هر یو تر یو کیلو پوري تریاک ذخیره کړي.

په پيل کې ماشومان د تریاکو په کښت کې لمړني کارونه تر سره کوي او وروسته يې د حاصل د راټولو په څېر مهم کارونه ورته سپارل کیږي. قدرت الله سږکال د تریاکو په پټیو کې دوې میاشتي کار کړی او زیاته وي چې اوس يې د تریاکو د کښت په ډيرو کارونو کې تجربه تر لاسه کړې.

د کوډي یا لاښی په نوم د تریاکو د فصل په پای کې بیا دغه ماشوم نېښګر د تریاکو له بوټو څخه وروستی حاصل را ټولوي. د دغو ماشومو نېښګرو کورنۍ وايې چې د بې وزلۍ او ټيټ اقتصاد په وجه د هغوی د تعلیم لګښت نشي ور کولای ځکه خو يې له ځان سره د تریاکو په کښت کې مصروف ساتي.

د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی فیض الله چې د تریاکو کروندې پالي، د خپلو بجو په اړه داسي وايې!.

سره له دې چې د تریاکو د زیانونو په اړه تر ډيره په ټولنه کې پوهاوی هم رامنځ ته شوی خو اکثریت بزګري کورنۍ بې ورلۍ او فقر يې د ژوند مسیر تغیر کړی.

خو له دې سره، سره روغتیايي مسئولین د تریاکو په کښتونو کې د ماشومانو کار کول د جدي اندېښنې وړ مسئله ګڼي او په مخ نیوي کې يې تر ټولو لمړی کورنۍ مسئولي ګڼي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG