د مهاجرینو لپاره د ملگرو ملتونو اداره وایي چې د پاکستان د حکومت سره په تماس کې دي او ممکنه ده د افغان مهاجرو د اوسیدو موده وغځول شي.
په پاکستان کې شاوخوا ١.۴ ملیونه افغان مهاجر پراته دي چې د جون ٣٠ یې د بیرته تگ نیټه ټاکل شوې وه. د مهاجرینو لپاره د ملگرو ملتونو اداره یو این ایچ سي آر وایي چې پاکستان دغه موده غځوي.
د یو این ایچ سي آر ویاند قیصر افریدي د امریکاغږ اردو څانگې ته په یوې مرکې کی وویل چې د پاکستان حکومت په هغه ملک کې د ترهگرۍ ضد قوانینو په اساس افغانانو ته 'افغان تبع کارټ' ورکول پیل کړیدي.
یو این ایچ سي آر وویل چې پاکستان د تیرو څو لسیزو راهیسې په میلونو مهاجرو ته پناه ورکونکی ملک دی او د دی مسلې د حل لپاره به دغه اداره د پاکستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
قیصر افریدي وویل چې د افغانانو رضاکارانه بیرته تگ د تر ټولو بهتره لار ده خو پکار ده دا کار په څو پړاونو کې وشي ځکه چې بیرته ستنیدونکې افغانان په خپل ملک کې ژوند وکولی شي.
د یادونې وړ ده چې د مارچ د میاشتې راهیسې په پاکستان کې میشت گڼ شمیر افغان مهاجر خپل وطن ته بیرته تللې دي.
قیصر آفریدي وایي چې تیر کال شاوخوا ٥٩ زره افغانان بیرته افغانستان ته تللې دي او سږ کال دغه شمیر تروسه ٧ زره دی. د یو این ایچ سي آر شمیرې ښیي چې د ٢٠٠٢ کال راپدیخوا ۴٣ لکه یعني ۴.٣ ملیونه افغانان بیرته ستانه شویدي.
پاکستان د نړیوالو نه هم غوښتنه کړې چې د افغان مهاجرینو د بیرته تگ په هکله خپله برخه رول ولوبوي.