د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي د قطر په راتلونکې غونډه کې گډون نه کوي


د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت ویاند
د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت ویاند

پاکستان وایي د افغانستان د سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په راتلونکې غونډه کې گډون نه کوي

د پاکستان د بهرنو چارو د وزرات ویاند محمد فیصل د امریکاغږ د خبریال د سوال په ځواب کې ویلي دي چې د اپریل په میاشت کې چې د افغان طالبانو او د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد مذاکرات کیږي نو په هغې کې به گډون نه کوي.

محمد فیصل وویل چې پاکستان پخوا هم د افغان سولې په اړه خپل رول لوبولی دی او هغې ته به دوام ورکړي خو په راتلونکي غونډې کې به شرکت نه کوي.

محمد فیصل د پاکستان د دغې پریکړې تفصیل ندی شریک کړی چې ولې په راتلونکې غونډې کې گډون نه کوي.

په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوه طاهر خان امریکاغږ ته وویل چې د پاکستان په راتلونکې غونډې کې د گډون نه کولو معنی دا نه ده چې پاکستان به نور د دغو خبرو ملاتړ و نکړي. هغه وویل چې د امریکا او د طالبانو تر منځ د خبرو څو پړاوونه شویدي نو اوس په دغه غونډې کې د بل چا گډون ته ضرورت نشته دی.

له بلې خوا د ولسمشر غني په مشرۍ د سیاسي او جهادي ډلو سخه جوړه شوې د پخلاینې د عالي شورا د هیت او طالبانو غونډه چې ټاکل شوې وه د روانې اپرېل میاشتې پر ۱۴مه او ۱۵مه په قطر کې تر سره شي پنځه ورځې ځنډېدلې ده او اوس به دغه غونډه د اپریل په ١٩ ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG