د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان سره نورې سرحدي دروازې پرانیزي  


د ډیورند کرښې یوه څنډه
د ډیورند کرښې یوه څنډه

پاکستان وایي د زیاتو اقتصادي فعالیتونو د اسانتیاو او د مساپرو د مدیریت په مقصد په پام کې لري د افغانستان سره زیاتې سرحدي دروازې پرانیزي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، نن د مۍ په ۲۴ (غبرګولي درېیمه) وویل چې په پیل کې به د چترال او کونړ د ارندو او د کوز دیر او کونړ د بن شاهي سرحدي دروازې فعالې شي.

هغه په یو ټویټ کې لیکلي چې دا سلسله به دوام وکړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ به نورې سرحدي دروازې هم جوړې شي.

د پاکستان ددغه اعلان په غبرګون کې د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، ویلي دي چې پاکستان د ترهګرړ د تګ راتګ د اسانتیا په مقصد سرحدي دروازې پرانیزي.

هغه په یو بل ټویټ کې لیکلي چې "په تیرو دوو لسیزو کې پاکستان افغانستان ته د تروریستانو د تګ راتګ، د وسلو، چاودیدونکو توکیو او امونیم نایتریت – د چاودیدونکو وسایلو لازمي مواد – د انتقال لپاره څه دپاسه ۲۰۰ سرحدي دروازې ایجاد کړې دي."

ښاغلي صالح همداشان لیکلي چې پاکستان ۱۹۸ پخوانۍ دروازې تړلې دي. د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د دغه تصمیم په اړه نظر ندی څرګند کړی.

د افغانستان پخواني حکومت تل پاکستان ترهګرو ته په پناه ورکولو، روزنې او افغانستان ته د هغوی په استولو تورنوه، خو اسلام آباد دا تورونه تل رد کړي ړي.

اوسمهال د دواړو هیوادونو ترمنځ پنځه سرحدي دروازې - تورخم، غلام خان، خرلاچي، انګورهډه، چمن، سپین بولدک – په بشپړه توګه فعال دي.

دا پداسې حال کې دي چې پاکستان په تیرو نهو میاشتو کې د افغانستان سره خپلې سرحدي دروازې څو ځلې تړلي دي او سخت مقررات یې هم نافذ کړي ړي.

د هغو رپوټونو له مخې چې امریکاغږ ته رارسیدلي پاکستان افغانانو ته د ویزې ورکول هم ستونزمن کړي دي.

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو هم د امریکاغږ ته ویلي چې د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو لپاره کمیشن‌کارانو ته ۵۰۰ ډالر ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG