د لاس رسي وړ اتصالات

د سپین بولدک دروازه د مسافرو پر مخ خلاصه شوه


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سپین بولدک ـ چمن دروازه دواړو لورو ته د بند پاتې مسافرو پر مخ خلاصه شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد نن سې شنبه اګست ۴ (زمري ۱۴) ویلي: "د سپین بولدک په سیمه کې، د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې نن سهار ۷:۳۰ بجې دروازه د مسافرو پرمخ خلاصه شوه."

پر همدې مهال د سپین بولدک سرحدي کميسیار سمونوال شریف غرزي هم امریکا غږ اشنا ته وويل چې پاکستاني لوري له دوی سره دوه ځله لیدلي او نن سهار د شوي توافق له مخې د چمن – بولدک ترمنځ پلی تګ راتګ پيل شوی.

نوموړي زیاته کړه: "نن به لار د ورځې تر اخره پوري د مسافرو پر مخ پرانیستې وي چي مسافر به یوې او بلې خواته تګ راتګ وکړي. د نن سهار راهیسې سل ګونه هغه افغانان چي په چمن ښار ګوټي کې بند پاته وو سپین بولدک ته را رسیدلي او دغه راز د چمن ښار ګوټي او نورو سیمو هغه اوسیدونکي چې په بولدک کې وو تر ډیورند فرضي کرښه اوښتي."

لاهم نه ده معلومه چي د چمن – سپین بولدک لار به د راتلونکي لپاره هم پرانیستې وي او که نه خو چارواکي وايي چې د نن ورځې تر وروستیو پوري به لار د مسافرو پر مخ خلاصه وي.

د پاکستان حکومت تر دامهاله د یادې دروازې د خلاصېدو په اړه تبصره نه ده کړې.

ټاکل شوې وه چې د تیرې پنجشبې په ورځ یاده دروازه د مسافرو پر مخ خلاصه شوې وای، خو د پاکستاني لوري لخوا د یادې دروازې نه خلاصېدو له امله د مسافرو او پاکستاني ملېشو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شو چې وروسته د افغان سرتیرو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ هم سختې نښتې وشوې.

د کندهار ولایت مقام د معلوماتو په اساس د پاکستاني ملېشو په توغندیزو بریدونو کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او شااوخوا ۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادې نښتې تر رامنځته کېدو وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل چې رامنځته شوې قیضه د اړوند لورو لخوا تعقیبوي او په اړه یې اقدامات کوي.

د یادې پېښې د څېړلو په هدف روانه اونۍ د ملي امنیت شورا د مرستیال صدیق الله فهیم په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي کندهار ته سفر وکړ او پرون دوشنبه یې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د رامنځته شوي پېښې له ځای نه هم لیدنه وکړه.

د کندهار ولایت مقام د معلوماتو په اساس د ملي امنیت شورا مرستیال صدیق الله فهیم په سیمه کې له اړوند مسؤلینو، قومي مشرانو او له زیانمنو شوو کورنیو سره هم کتلي دي.

ښاغلي فهیم ویلي چې د یادې پېښې په اړه راپور به له ولسمشرۍ ماڼۍ او ملي امنیت شورا سره شریک کړي.

XS
SM
MD
LG