د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سره اړیکې سمول د عمران د حکومت مهمه ستونزه ده- کارپوهان


د امریکا حکومت د بهرنو چارو د وزیر پاکستان ته د سفر نه څو ورځې مخکې دغه ملک ته د 300 ډالرو مرستو د ځنډولو پریکړه کړیده.

د پاکستان نوي صدراعظم د انتخاباتو د کمپاین په وخت او د برې نه وروسته په پرله پسې دا خبره کړې چې پاکستان د امریکا سره د برابرۍ په اساس اړیکې غواړي خو امریکا پاکستان ته د هغو ٣٠٠ ملیونو ډالره مرستې لغوه کړې چې د پاکستان د بهرنو چارو د وزیر شاه محمود قریشي له قوله " د پاکستان د حکومت د سیمې د امنیت د ټینگولو لپاره مصرف شوې پیسې دي او مرسته نه ده".

د دواړو ملکونو ترمنځ د بې باورۍ د زیاتیدو له امله د پاکستان او امریکا ځینې کارپوهانو په سیمې کې د پاکستان د مهم رول په اړه هم څرگندونې کړیدي.

په واشنگټن کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه مایکل کگلمین امریکا غږ ته وویل چې دغه به په افغانستان کې د ترهگرۍ ضد جنگ باندې د پام وړ اغیز ونکړي. هغه وویل "د مرستو لغوه کول به په جنگ څه خاص اثر ونکړي خو دا به د پاکستان او امریکا اړیکې لا نورې پیچلې کړي. زما په فکر د عمران خان حکومت غواړي چې اړیکې سمې شي او امریکا هم د پاکستان نه همکاري غواړي".

ښاغلي کگلمین دا هم وویل چې امریکا اوس هم تمه لري چې پاکستان به په افغانستان کې د هغوي د برخې رول ولوبوي خو امریکا باید د پاکستان اندیښنې په نظر کې وساتي.

د پاکستان د پیښور په پوهنتون کې استاد د نوم نه څرگندولو په شرط امریکا غږ ته وویل چې امریکا د دغې پریکړې نه وروسته د پاکستان او امریکا اړیکې د بی اعتمادۍ یو نوي دور ته داخلې شویدي. هغه وویل "دا د پاکستان لپاره څه نوي خبره نده خو بیا هم د عمران خان د حکومت لپاره یوه لویه ستونزه ده او بی له شکه د عمران حکومت چې دا اوس وخت د ډیرو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دی، به هر ډول کوښښ وکړي چې د امریکا سره اړیکې سمې کړي "

په پاکستان کې ځینو کارپوهانو بیا ویلي چې د ولسمشر ټرمپ د مرستو د لغوه کولو هدف د ښاغلي پمپیو د سفر نه مخکې په پاکستان د فشار زیاتول دي.

د پاکستان یو خبریال معید پیرزاده په خپل ټویټر لیکلي "د ټرمپ حکومت د پمپیو پاکستان ته د سفر نه مخکې یوه سخته ایجنډا وړاندې کول غواړي. خو دا مرستې نه وې، دا د پاکستان ایسارې پیسې دي. امریکا خپل اعتیار بایللو ته دوام ورکړیدي"

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشې د امریکا سره د اړیکو په اړه خبریالانو ته ویلي چې غواړي د دواړو ملکونو په گډو مسایلو وغږیږي. هغه دا هم ویلي چې غلطیانې د هر چا نه کیږي خو اوس پکار ده د اړیکو د سمولو لپاره کار وشي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG