د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځي افسرانو د غزني د جنګ مشري کوله- کورنیو چارو وزارت


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د خپلو تحقیقاتو نهايي پایلې به له پاکستان سره هم شریکوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د خپلو تحقیقاتو نهايي پایلې به له پاکستان سره هم شریکوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د غزني د برید په اړه د خپلو تحقیقاتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د وزارت ویاند نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ (اګست۳۰) امریکا غږ ته په څرګندو کې ټکو کې وویل چې د هغوی لومړني تحقیقات ښيي چې "د پاکستان د پوځ افسرانو د غزني د جنګ مشري په غاړه لرله."

ښاغلی دانش وايي لا هم د اګست د لسم تاریخ د برید پر څرنګوالي تحقیقات روان دي او د تحقیقاتو نهايي نتایج به بیا د پاکستان له حکومت سره هم شریکوي.

هغه وویل د غزني برید په پاکستان کې پلان شوی و او په خبره یې له جنګ وروسته د غزني پر سړکونو د لسګونو پاکستانیانو مړي پاتې شوي وو.

پاکستان د افغانستان دا تورونه در کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل امریکا غږ ته وویل "دا هغه تورونه دي چې موږ سره یې هېڅ ثبوت نشته او دا د اړیکو د خرابولو لامل ګرځي. موږ غواړو چې مخکې ولاړ شو او مسایل حل کړو."

د غزني له برید وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې او تصویرونه خپاره شول چې په کې ښودل کېدل چې په غزني کې د "وژل شویو اورپکو مړي پاکستان" ته انتقال شوي دي.

خو د پاکستان پوځ ویلي وو چې په غزني کې وژل شوي پاکستانیان ښايي هغه خلک وي چې افغانستان ته د کار لپاره تللي وو.

افغان چارواکي وایي د غزني په برید کې شاوخوا ۵۰۰ اورپکي وژل شوي دي. په دغه برید کې همدغه راز د لسګونو افغان سرتېرو او ولسي خلکو د وژل کېدو او ژوبل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG