د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې په دوه چاودنو کې 42 کسان وژل شویدي


په پاکستان کې په دوه چاودنو کې 42 کسان وژل شویدي
په پاکستان کې په دوه چاودنو کې 42 کسان وژل شویدي

پاکستاني چارواکي وایی چی ددوو ځان مرگو بم چونکو په حملو کي چی د لاهور د ښار په یوه زیارت کي یې وکړې، لږترلږه ۴٢ کسه وژل سوي او تقریبا 180 تنه زخمي سوي دي.

چارواکي وایي چې د دغو پیښو نه وروسته یې د هیواد په ټولو مذهبي ځایونو کې امنیتي تدابیر سخت کړیدي. دا حملې پرون د پنجشنبې په ورځ هغه وخت وسوې چی په زرگونو خلک د ) داتا دربار ) په زیارت کی چی د یوه مشهور صوفي قبر دی را غونډ شوي وو.

پولیس وایی چی یوه حمله د زیارت په حویلۍ کي او بله په ښکته پوړ کي چی هلته خلک غسلونه کوي او اودسونه تازه کوي، شویده. هغوي وایي چې د حمله کوونکو د پیژندلو لپاره تحقیقات په لاره اچول شویدي.

د جمعې په ورځ د پاکستان په زیاتو جوماتونو کې زیات شمیر پولیس ځای پر ځای شوي ؤ چې د جمعې د لمانځه د ادا کولو پر وخت د خلکو امنیت وساتي.

له بلې خوا زیات شمیر خلک د لاهور لارو کوڅو ته راوتلي ؤ او د دغو حملو پر ضد یې مظآهرې کولي.چارواکي شک لري چې دغ حمله به پاکستاني طالبانو کړي وي خو طالبان بیا پدغې حملې کې لاس لرل نه مني.

د امریکا متحده ایالاتو او د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني دا حملې وغندلې او ویې ویل چی د

( داتا ګنج بخش ) زیارت په ټول پاکستان کي د مسلمانانو د پاره زیات جذباتي اهمیت لري او په هغه باندي ددې حملو نه دا څرگندیږي چی حمله کونکي دین، مذهب او عقیدې ته هیڅ احترام نه لري.

تر اوسه هیچا څه نه دي ویلي چي دا حمله چا کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون هم دغه حمله غندلې ده او هغه یې وحشیانه عمل ګڼلی دی. د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې میرمن کترین آشټن بیا ویلي دي چې دا شان حملې په پاکستان د تندلارو او تروریستانو د ګواښ یو بل مثال دي.

XS
SM
MD
LG