د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانانو لپاره خپلې وېزې محدودې کړې


په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، تر څو چې افغان حکومت د دغه هېواد د قونسلګریو نه بهر د پیسو په بدل کې د وېزو اخیستل بندوي دغه هېواد به یوازې، زړو ناروغانو، ښځو او پانګوالو ته وېزې ورکړي.

دغه سفارت نن یکشنبه د جولای پر ۲۸مه په یوې لنډې اعلامیې کې ویلي، چې دا اقدام عاجل دی.

په کابل کې د پاکستان سفارت پر داسې مهال له خپلو قونسلګریو نه بهر د پیسو په بدل کې د وېزو تر لاسه کول مني، چې تر دې مخکې په کابل او ننګرهار کې د پاکستان د وېزې تر لاسه کولو د بهیر په اړه اندېښنې څرګندې شوي وې.

تېر کال یو شمېر کسانو په ننګرهار کې د پاکستان پر قونسلګرۍ او ساتونکو د فساد تورونه هم ولګول چې د وېزې په بدل کې له خلکو ډېرې پیسې اخلي، چې له امله په ننګرهار کې د څه مودې لپاره د پاکستان قونسلګري هم وتړل شوه.

په کابل، ننګرهار او کندهار کې هره ورځ زرګونه کسان د پاکستان سفارت او قونسلګریو ته د ویزې تر لاسه کولو په هدف ورځي خو ډېر کم کسان یې د وېزې په تر لاسه کولو بریالي کېږي.

تر دې مخکې په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته هم د ویزو تر لاسه کولو بهیر کې د بې نظمیو په اړه راپورونه ورکړل شوي و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، پر کومو کسانو چې د فساد تور و او یا یې هم خلکو په اړه شکایتونه کړي و تر پيژندلو وروسته نیولي او د قانون منګلو ته یې سپارلي دي.

خو د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي نن یکشنبه له امریکا غږ سره خبرو کې د پاکستان د سفارت یاد اقدام یوه بهانه وبلل او زیاته یې کړه چې دغه سفارت نه غواړي دغه ستونزه حل کړي.

ښاغلي رحیمي وویل:داهسې یوه بهانه ده،خپله د پاکستان سفارت نه غواړي چې دغه ستونزه حل کړي، ډېری نور سفارتونه شته دي، چې هلته هم همداسې ګڼه ګوڼه وي، خو هغوی یو منظم سیستم ورته جوړ کړی دی، دا خپله ستونزه د پاکستان د سفارت ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه د پاکستان له سفارت څخه وغوښتل چې په دې اړه خپلې داخلي ستونزې حل کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په کابل کې د پاکستان د سفارت هغه دوه افغان پولس ساتونکي چې د وېزو اخیستلو پرمهال یې یو سپینږیري سړی وهلی و ونیوی.

تر هغه مخکې د دغه سفارت د وېزو تر لاسه کولو په بهیر کې د شفافیت په هدف د کورنیو چارو وزارت د دغه سفارت ټول افغان پولیس ساتونکي تبدیل کړل.

XS
SM
MD
LG