د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان افغانانو ته په سرحد او هوایي ډگرونو کې د ویزې ورکول بند کړل


پاکستاني مقاماتو ویلي چې د امنیتي اندیښنو له کبله یې په سرحدونو او هوایي ډگرونو کې افغانانانو ته د ويزې ورکول بند کړي دي.

پاکستان دمخه افغانانو ته په سرحدونو کې د ٣٠ ورځو لپاره ویزه ورکوله، خو اوس افغانان باید پاکستان ته له تگ دمخه ددې هیواد په سفارتونو او قونسلگریو کې ویزه واخلي.

د پاکستان د مرکزي تحقيقاتي ادارې (ایف آی اې) د مهاجرت د څانګې مشر عصمت الله جونیجو د پنجشنبې په ورځ (جنورۍ ٣) ویلي چې د ويزې د پاليسۍ په بدلون سره پاکستان ته د راتلونکو افغانانو په ګرځېدو هم ځينې بندېزونه لګول شوي دي.

خو په اسلام اباد کې د افغانستان مرستيال سفير زردشت شمس امریکا غږ ته ویلي چې پخوا هم د پاکستان له خوا افغانانو ته دغه اسانتيا نه وه. ښاغلي شمس له پاکستان غوښتي چې افغانانو ته د ویزې ورکړه اسانه کړي.

د پاکستان د مهاجرت د څانګې مشر ویلي، هغه افغانان چې پاکستان ته ننوځي باید یو ځانگړې فورمه ډکه کړي او په پاکستان کې د اوسیدنې د مودې او ځای په هکله تفصيل ورکړي.

ښاغلی جونیجو زياتوي چې د مهاجرت څانگه به افغانانو ته د اوسیدو اجازه لیک ورکوي او کله چې موده ختمه شوه د تگ پر وخت به دغه اجازه لیک بیرته پاکستاني مقاماتو ته سپارل کیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (يو ان ایچ سي ار) د شمیرو له مخې دا مهال په پاکستان کې ١،۴ میلونه افغان مهاجر اوسیږي چې نهه سوه زره یې په خېبرپښتونخوا، ٣٢٠ زره په بلوچستان، ١٢٠ زره په پنجاب او ۶۳ زره افغان کډوال په سیند ايالت کې میشت دي. د رپوټونو له مخې یو شمیر نور افغان مهاجر هم پرته له ثبته په پاکستان کې اوسیږي.

افغانان په ځانگړې توگه افغان سوداګر د پاکستان د ويزې اخیستلو د بهیر له مشکلاتو نه سرټکوي او وایي اول ويزې نه ورکول کيږي او که ويزې ورته ورکړی شي نو په کې ډېر بندېزونه هم لگول شوي وي.

افغان چارواکو د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله د کتارو او اغزن سیم لگولو سره هم مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا کار د پولې دواړو غاړو ته میشته کورنيو ته ستونزې ایجادوي او کورنۍ سره ويشي. خو پاکستان وايي دا کار د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کوي.

XS
SM
MD
LG