د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د وال سټریټ ژورنال د خبریال په قتل تورن کس نه اعداموي


هغه پاکستانی چې د وال ستریت ژورنال د خبریال دانیل پیرل په یرغمل کولو او د هغه د سر په پرې کولو تورن و، د پاکستان د یوې محکمې له لورې د قتل له تور نه خلاص شو.

احمد سعید شیخ چې په بریتانیا کې زیږیدلی د ۱۸ کالو راهیسې د پاکستان په یو زندان کې بندي او د اعدام د حکم پلي کیدو ته انتظار و.

د پاکستان یوې محکمې نن پنجشنبه د اپریل دوهمه د احمد سعید د اعدام حکم ته په بیا کتنه هغه یواځې په انسان تښتونه په اوه کاله بند محکوم کړ.

درې نور تورن کسان چې له هغه سره په دغه قضیه کې د جرم شریکان ګڼل کیدل او په مخکنۍ محکمه کې په ابد بند محکوم شوي وو د محکمې له لورې تبریه شول.

د وال ستریت ژورنال د آسیا د برخې رئیس دانیل پیرل د ۲۰۰۲ کال په لومړیو کې کله چې د سخت دریځۍ په اړه د یو تحقیقاتي رپوټ په برابرولو بوخت و د پاکستان په کراچۍ ښار کې یرغمل او بیا یې سر پرې کړای شو.

دغه وژنه د پراخو نړیوالو اعتراضونو سبب شوه او د پاکستان پر حکومت فشار راوړل شو چې ددې پیښې د عاملینو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

وروسته بیا د امریکا د متحده ایالاتو د واشنګټن ډي سي د ښار د جورج ټاون پوهنتون د "پیرل پروژې" تر نامه لاندې یو تحقیقي پروژه پیل کړه او رپوټ یې ورکړ چې ددغه خبریال سر د خالد شیخ محمد له لورې چې د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو اصلي طراح و پرې کړای شوی دی.

XS
SM
MD
LG