د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان سودان ته د ۱.۵ ملیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلور وځنډاوه- سرچينې

پاکستان، سودان ته د وسلو او جنګي الوتکو د رسولو لپاره د ۱.۵ میلیارد ډالرو تړون وروسته له هغې ځنډولی، چې سعودي عربستان د دې تړون د لغوه کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د دې پېرلو مالي ملاتړ به ونه کړي. دا خبره دوو پاکستاني امنیتي سرچینو او یوې ډیپلوماټیکې سرچینې کړې ده.

د سودان د پوځ او ملیشو چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ شخړې، چې نږدې درې کاله کېږي دوام لري، د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین رامنځته کړی او دغه هېواد یې د بهرنیو سیالیو لپاره په یوه حساس مرکز بدل کړی، چې د سره سمندرګي پر غاړه پروت دا مهم د سرو زرو تولیدوونکی هېواد یې د وېش له ګواښ سره مخ کړی دی.

رویټرز په جنورۍ کې د لومړي ځل لپاره راپور ورکړی و چې دا تړون وروستیو پړاوونو ته رسېدلی او د سعودي عربستان په منځګړتوب شوی و، خو هغه مهال د ریاض له خوا د مالي ملاتړ په اړه څه نه وو ویل شوي.

دا تړون د هغو څو دفاعي معاملو له جملې څخه و چې د پاکستان پوځ یې وروسته له هغې په اړه خبرې کولې، چې د تېر کال په مې میاشت کې له هند سره د نښتو پر مهال د دې هېواد الوتکو او وسلو پام ځان ته واړاوه.

سعودي عربستان د پاکستان له نږدې متحدینو څخه دی او د اسلام‌اباد د کمزوري اقتصاد لپاره د مهمو پورونو او مالي مرستو سرچینه پاتې شوې ده.

د دواړو هېوادونو اړیکې تېر کال د ګډ دفاعي تړون له لاسلیک وروسته لا پیاوړی شوی، چې له مخې یې پر یو هېواد برید د دواړو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

یوې امنیتي سرچینې ویلي: «سعودي عربستان دا اشاره کړې چې پاکستان وروسته له هغې چې یې د دې د تمویل له نظریې څخه لاس واخیست، باید دا تړون لغوه کړي».

د سعودي حکومت د رسنیو دفتر سمدستي په دې اړه پوښتنو ته ځواب ندی ویلی. د سودان وسله‌والو ځواکونو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

همدارنګه د پاکستان پوځ هم د رویټرز د پوښتنې په ځواب کې څه نه دي ویلي. پوځ او هوايي ځواک تر دې مخکې دا نه وو تایید کړي چې داسې یو تړون په جریان کې دی.

سرچینې زیاته کړه چې ځینو لوېدیځو هېوادونو ریاض ته سپارښتنه کړې چې په افریقا کې له نیابتي جګړو ځان لرې وساتي.

سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په سیمه کې د شخړو له کبله په ځپل شویو هېوادونو کې د مخالفو لوریو ملاتړ کړی، چې سودان هم پکې شامل دی.

که څه هم دواړه لوري وايي چې د شخړې د ډیپلوماټیک حل ملاتړ کوي، خو سعودي عربستان د سودان د پوځ ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې پر متحده عربي اماراتو تور دی چې د چټک ملاتړ ځواکونو ته لوژستیکي مرسته برابروي، هغه تور چې ابوظبي یې ردوي.

سرچینې زیاته کړې چې د مارچ په میاشت کې په ریاض کې د سودان د پوځ د مشرانو او سعودي چارواکو ترمنځ یوه غونډه د دې سبب شوه چې سعودي عربستان د دې تړون لپاره مالي ملاتړ پای ته ورسوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG