د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د ١٩ کلنو د کرکټ ماتې او بحثونه


د افغانستان نه ماتې په پاکستان کې د کرکټ مینه وال اندیښمن کړیدي او هغوي د پاکستان د کرکټ بورډ نه غوښتي چې دغې ته دې پام وکړي

د افغانستان د لوبدلې د لاسه دغه ماتی په پاکستان کې د کرکټ مینه وال اندیښمن کړیدي. د پاکستان په مختلفو ټلویژنونو او ټولنیزو رسنیو د نولس کلونو د اسیا د جام د فاینل لوبې په هکله مختلفې تبصرې وشوی. په تبصرو کې زیاتره د کرکټ مبصرینو د افغانستان د لوبډلې ښه لوبه وستایله.

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبډلې د اسیا په کچه په لومړي ځل د نوولس کلنو کپ گټلی. افغانستان په فاینل لوبې کې د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دغه بحثونو کې د پاکستان د جیو ټلویژن په پروگرام کې یو پخواني کرکټر سکندر بخت وویل چې افغانانو چې په داسې شرایطو کې کومه لوبه زده کړیده نو هغه د ستایلو وړ ده خو پاکستان بیخي هیڅ لوبه ونکړه او دا د پاکستان د کرکټ د راتلونکې لپاره د اندیښنې خبره ده.

رمیز راجه په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د پاکستان د خرابې لوبې نه وروسته باید په دی مسله بحث وشي او د سمولو کوښښ یې وشي. هغه لیکلي.

"د افغانستان د نولس کلونو لوبډلې ته مبارکې وایم. داسې نتاېج د بحث پیلولو لپاره ضروري دي. د نولس کلونو کرکټ اوس هم د کرکټ مهمه برخه ده. اوس وخت رارسیدلی دی چې مونږ د خپل کشرانو کرکټ سمولو ته پام وکړو."

د ډان ورځپاڼې سره د سپورټس خبریال عبدالغفار لیکي

"د پاکستان لوبډله یو ځلې بیا د بیټنگ سره ستونزې لري او دا وارې د نولس کلونو لوبډله یې د راځلیدونکې افغانستان په وړاندې لري."

په پاکستان کې د پیښور ځلمي د لوبډلې مالک جاوید افریدي د افغانستان لوبډلې ته مبارکي ورکړیده

د افغانستان پاکستان ته په دومره لوې توپیر ماته ورکول دا څرگندوي چې په افغانستان کې د کرکټ لپاره د نامساعده شرایطو باوجود د کرکټ راتلونکې روښانه دی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG