د لاس رسي وړ اتصالات

یو پاکستانی د ناسمو معلوماتو خپرولو او بریتانیا کې د پراخو مظاهرو پارولو په تور نیول شوی


فرحان اصف د لاهور په ښار کې محکمې ته د دې تورونو په تړاو حاضر کړل شوی.
فرحان اصف د لاهور په ښار کې محکمې ته د دې تورونو په تړاو حاضر کړل شوی.

په پاکستان کې یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۲ (وږي اوله) د هغه پاکستاني سړي د توقیف موده وغځوله چې په انلاین بڼه دداسې ناسمو معلوماتو د خپرولو په تور نیول شوی چې ګمان کیږي په بریتانیا کې یې د کډوالو ضد لاریونونه پارولي دي.

فرحان اصف نن په دوهمه ورځ د لاهور په ښار کې محکمې ته د دې تورونو په تړاو حاضر کړل شو. هغه په یوې خپرې کړې مقالې کې په درواغو ادعا کړې وه چې په بریتانیا کې پر ماشومانو باندې د چاقو په وژونکي برید کې د یو مسلمان پناه غوښتونکي لاس و.

په پاکستان کې د فدرالي تحقیقاتو ادارې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د اصف د توقیف موده د څلورو نورو ورځو لپاره غځول شوې ده.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې د اسنادو له مخې، د Channel3Now په نوم په خپل ویب پاڼه کې ددغه مقالې د خپرولو له کبله، پر فرحان اصف باندې د سایبري ترهګرۍ تور پورې شوی دی.

د بریتانیې چارواکو ویلي په انلاین بڼه د غلطو معلوماتو خپرېدو له کبله په دغه هېواد کې لاریونونه پارېدلي او په جوماتونو، پولیسو او یو شمېر هغو هوټلونو باندې بریدونه شوي چې پناه غوښتونکي پکې میشت دي.

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې یو لوړپوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته د نیول شوي کس په اړه وویل: "هغه یو ۳۱ کلن سافټویر انجنیر دی چې د ژورنالیزم اسناد نلري، او پدې برسېره د Channel3Now ویب پاڼه یې چلوله چې د هغه لپاره د عاید سرچینه وه."

دغه چارواکي وویل چې د دوی لومړنیو څېړنیو وښودله چې د نیول شوي کس یوازنۍ موخه خپلې ویب پاڼې ته د خلکو راماتول او له دې لارې پیسې ګټل وو.

په بریتانیا کې پر ماشومانو باندې د چاقو له برید څو ساعته وروسته د ناسمو معلوماتو دغه مقاله د Channel3Now په ویب پاڼه کې خپره شوې او په پراخ ډول په ډله ایزو شبکو کې لاس په لاس شوې وه.

دغه ویب پاڼه اوس تړل شوې ده.

د جولای په ۲۹مه د بریتانیا په ساوت پورټ کې د نڅا په یوه ټولګي کې پر ماشومانو باندې د چاقو په برید کې درې نجونې ووژل شوې او له کبله یې د بریتانیا په لسګونو ښارونو کې مظاهرې او ناکرارۍ خپرې شوې.

ددې برید په تړاو نیول شوی کس اکسل روداکوبانا په اصل کې د روانډا دی چې اکثریت وګړي یې مسیحیان دي.

بریتانوي چارواکو ددغه هېواد په سخت دریځو ښي اړخو سیاستوالو تور پورې کړی چې ناکراریو ته یې لمن وهلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG