د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: امریکا کې نیول شوي پاکستاني ډاکتر داعش سره د اړیکو تورونه منلي


د امریکا د منیسوټا په ایالت کې یوه پاکستاني ډاکټر چې د ترهګرۍ په تور نیول شوی، منلې ده چې د اسلامي دولت (داعش) سره یې بیعت کړی او غوښتل یې په امریکا کې ترهګریز بریدونه تر سره کړي.

دا کس محمد مسعود نومیږي، دوه کال وړاندې د پولیسو له خوا نیول شوی و او چارواکي وايي چې اوس یې پر ځان لګېدلي تورونه منلي دي. د محکمې د اسنادو له مخې، هغو بهرنیو تروریستي ډلو ته معلومات ورکول او تر اوسه د هغه په اړه د محکمې وروستۍ پرېکړه نده شوې.

پولیس چارواکي وايي، مسعود د کار په ویزه امریکا ته راغلی او د منیسوټا په ایالت کې د یوه روغتیايي کلنیک په څېړنیزه برخه کې یې کار کاوه.

څارنوالان وايي، هغه د ۲۰۲۰ میلادي کال په جنوري کې د امریکا د استخباراتو فدرال ادارې (FBI) له مخفي کارکوونکو سره څو ځله تماسونه نیولي و او فکر یې کاوه چې دا د داعش ډلې غړي دي.

ددغې قضیې څارنوالانو همدرانګه ویلي چې مسعود په دغو تماسونو کې د داعش د ډلې له رهبر سره د خپل بیعت اظهار کړی او تیار شوی چې سوریې ته ولاړ شي او د داعش په پلوئ وجنګیږي.

د منیسوټا ایالت په روچیسټر ښار کې د مایو روغتیایي مرکز تایید کړې ده چې محمد مسعود له دوی سره کار کړی، خو ویلي یې دي چې د پولیسو له خوا د نیول کېدو پر وخت هغه له دې مرکز سره دنده نلرله.

XS
SM
MD
LG