د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د ټاکنو نه مخکې په مطبوعاتو فشار زیات شوی


په پاکستان کې د مطبوعاتو او د وینا د ازادۍ په اړه په ورستیو کې د ډیرو نړیوالو خبرپاڼو، ویبپاڼو مختلف رپورټونه او تبصرې خپرې کړیدي چې پکې د واشنگټن پوسټ، وال سټریټ ژورنال، نیویارک ټایمز او داسې نورې مشهورې خبرپاڼې شاملې دي.

دغه خبرپاڼې لیکي چې په پاکستان کې د جولاېې د میاشتې د عمومي انتخاباتو نه مخکې دولتي ادارو په خبریالانو او مطبوعاتو فشار زیات کړیدی.

د والسټریټ ژورنال د جون په ٢٦ هم پدې موضوع په یوه مقاله کې لیکي چې د پاکستان یوه مشهوره ورځپاڼه ډان په وروستیو کې پوځ لدی کبله په نښه کړیده چې دغې ورځپاڼې د پخواني صدراعظم نوازشریف سره یوه مرکه خپره کړې وه. ښاغلي نوازشریف په دغه مرکه کې د پاکستان د پوځ په کردار نیوکې کړې وی.

د ډان ورځپاڼې په خپل رپورټ کې لیکلې چې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د ورځپاڼو خرڅونکې د دې نه منع شوې دي چې د ډان ورځپاڼه خرڅه کړي.

د وال سټرپټ ژورنال د ډان د مشر له قوله لیکلي "ما دا کار پخوا هیچ چېرې ندی لیدلې. دا ډول اقدامات خو د پوځ په حکومت کې هم ندې شوي کوم چې اوس کیږي. دوي کوښښ کوي چې د انتخاباتو په نتایجو اثر ولري او قام ته د دوي د خوښې بیانیه ورکړي"

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې هم پدی اړه یوه مقاله خپره کړیده. د واشنگټن پوسټ مقاله لیکي چې د پاکستان د پوځ ویاند څو ورځې مخکې په یوې خبرې غونډې کې خبرداری ورکړ چې د "پاکستان ضد" خپرونې و نه زغمي.

مقاله زیاتوي چې د پاکستان پوځ په مطبوعاتو فشار ځکه زیات کړیدی چې غواړي خپل نفوز ته دوام ورکړي او د راتلونکې میاشت په انتخاباتو کې د خپلې خوښې نتایج ولري.

د پاکستان ځینې سیاسي مبصرینو هم دغه اندیښنې تکرار کړیدي چې د پاکستان پوځ کوښښ کوي چې د انتخاباتو نه مخکې د خپلې خوښې نتایج یقیني کړي.

د سیاسي چارو مبصر نجم سیټي د جون په ٢٧ د جیو ټلویژون ته وویل چې دا لمړنې ځل دی چې د انتخاباتو نه مخکې ټگي برگي پیل شویده.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان عمومي انتخابات به د جولایي په ٢٥ وشي، په دغو انتخاباتو کې د مسلم لیگ نون، د تحریک انصاف، د پاکستان پیپلز گوند، د عوامي نیشنل گوند برسیره نورې هم په لسگونو گوندونه برخه اخلي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG