د لاس رسي وړ اتصالات

پرویز مشرف له خپل گوند نه استعفی وکړه


د پاکستان پخواني ولسمشر او "پوځي دیکتاتور" پرویز مشرف د خپل سیاسي گوند آل پاکستان مسلم لیگ د غړیتوب نه استعفا وکړه.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي د سیاسي گوند نه د پرویز مشرف گوښه کیدل څرگندوي چې هغه هیواد ته د بیرته راتللو او د جولای میاشتې په پارلماني انتخاباتو کې د گډون لپاره سمدستي کوم پلان نلري.

د روانې اونۍ په پیل کې د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون پارلماني انتخاباتو ته د مشرف کاندیدل رد کړل. د مشرف په غیابت کې د آل پاکستان مسلم لیگ گوند مشري محمد امجد کوي.

دا پداسې حال کې دي چې څو ورځې مخکې د آل پاکستان مسلم لیگ گوند اعلان کړی و چې ښاغلی مشرف هیواد ته راستینیږي او د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې به د چترال له ښار نه ځان کاندید کړي. د پاکستان انتخابات د ٢٠١٨ کال د جولای په ٢٥ کیږي.

جنرال مشرف اوس په دوبۍ کې په تبعید کې ژوند کوي چې د هغو جنایي تورونو له قانوني تعقیب څخه خلاص شي چې د هغه پر ضد موجود دي.

د پاکستان زیات شمیر گوندونه د ښاغلي مشرف د نیولو غوښتنه کوي، خو د پاکستان سترې محکمې ویلي دي چې ښاغلی مشرف باید د ٢٠١٨ کال د جون د ١٣ نیټې دمخه هیواد ته راستون شي چې له قانوني تعقیب نه خلاص شي.

دا پداسې حال کې دي چې د پاکستان د سترې محکمې له خوا د ښاغلي مشرف د راستنیدو په اړه د ټاکل شوي معیاد نه شاوخوا لس ورځې تیرې شوي دي او داسې بریښي چې د گوند نه په استعفی کولو سره هغه سمدستي هیواد ته د بیرته ستنیدو او پارلماني انتخاباتو ته د کاندیدیو نیت نلري.

XS
SM
MD
LG