د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پلاوي الوتکې ته اجازه نه ورکول، ولسي جرګه امنیتي چارواکي احضاروي


ولسیي جرګه وايي یاد سفر به له سره تنظیم شي
ولسیي جرګه وايي یاد سفر به له سره تنظیم شي

د افغانستان ولسي جرګه د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه د پاکستان د پارلماني پلاوي د الوتکې تر بیرته ګرځېدو یوه ورځ وروسته وايي چې د یادې پېښې په اړه لوړ پوړي امنیتي چارواکي او د هوايي ډګر امنیتي مسؤلین احضاروي.

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني نن جمعه اپرېل ۹(وري ۲۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ولسي جرګه د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه د پاکستان د پارلمان د رئیس اسد قیصر د طیارې د بیرته ګرځېدو د لامل او انګېزې په اړه د افغانستان لوړ پوړي امنیتي چارواکي او د هوايي ډګر امنیتي مسؤلین ورغواړي.

په اعلامیه کې د رحماني له قوله ویل شوي: "ولسي جرګه به د راتلونکې اونۍ شنبې ورځې فوق العاده غونډه کې د لومړۍ درجې امنيتي او د حامد کرزي هوايي ډګر مسوولينو په حضور کې د يادې ستونزې په تړاو بحث وکړي؛ که په دې قضيه کې چا ناسمه لاسوهنه او يا بې پروايي کړې وه قانوني چلند به ورسره وشي."

نوموړي زیاته کړې چې کابل ته د پاکستان د رئیس سفر به له سره تنظیم او بیرته به کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې تیره ورځ کابل ته د پاکستان د پارلماني پلاوي د طیاري په ګډون ټولې الوتنې د امنیتي ستونزو له امله د لنډ مهاله وځنېدېدې

یاد وزارت هیله ښودلې چې کابل ته د پاکستان د پارلماني پلاوي د سفر نېټه له سره تنظیم شي.

د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه په یوې اعلامیې کې ویلي: "د دې پيښې په اړه د خپلې خواشینۍ په څرګندولو سره، موږ هیله لرو چې د ښاغلي قیصر او ورسره مل پلاوي د سفر نیټه له سره تنظیم شي او ډیر ژر یې په کابل کې د هرکلي ویاړ ولرو."

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې هم تیره ورځ وویل چې د طیارو ځغاست لیکې ته نژدې د کار جریان پرمهال ناچاودېدونکي توکي پیدا شول چې د مسافرینو د امنیت په هدف د طیارو الوتنې د دوو ساعتونو لپاره وځنډېدې.

ټاکل شوې د پاکستان د پارلمان رئیس اسد قیصر د یو پلاوي په مشرۍ تیره ورځ کابل ته په درې ورځني رسمي سفر راغلی وای او له افغان چارواکو سره یې د سولې، اقتصادي مسائلو او افغان کډوالو په اړه خبرې کړې واي.

XS
SM
MD
LG