د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د پاکستان د پارلماني پلاوي الوتکې ته د ناستې اجازه ورنکړل شوه


د پاکستان د ولسي جرګې (قومي اسمبلۍ) د پلاوي د لیږدولو الوتکه په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د تخنیکي ستونزو له کبله له کابل څخه بېرته اسلام‌اباد ته ستنه شوه.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازي محمد صادق وايي چې کابل ته د پاکستان د ولسي جرګې مشر اسد قیصر راتګ ځنډول شوی دی.

دغه پاکستاني ډیپلوماټ نن پنجشنبه اپرېل ۸ (وری۱۹) په خپلې ټویټر پاڼې کې ویلی چې دا سفر په کابل هوايي ډګر کې د پروازونو د تړل کېدو له امله ځنډول شوی دی.

ښاغلي صادق خان ویلي چې د پاکستاني پلاوي د لېږدولو الوتکې ته په هوايي ډګر کې د کوزېدو لږ مخکې خبر ورکړل شوی چې د امنیتي ګواښ له امله ناسته نشي کولی.

د افغانستان د ولسي جرګې د دارالانشا رئیس عبدالقادر ځاځي وطندوست امریکا غږ ته وویل چې نن د حامدکرزي هوايي ډګر د التونو د کرښې ترڅنګ د کار په وخت سیمه کې چاودېدونکي مواد وموندل شول او د مسافرینو د خوندیتوب لپاره ټولې الوتنې وځنډول شوې.

ځاځي زیاته کړه: "هغوی ته وویل شول چې تر څو چې چاودېدونکي مواد شنډيږي تاسو الوتنې ته دوام ورکړئ. د پاکستاني پلاوي الوتکې شل دقیقې الوتنه وکړه. له هغې وروسته پلاوي پرېکړه وکړه چې بیرته اسلام اباد ته ستانه شي".

ښاغلي ځاځي وویل چې د ولسي جرګې دواړو مشرانو د الوتنې وروسته سره خبرې وکړې او د پاکستاني پلاوي مشر اشرف قیصر وويل چې دغه شان پېښې عادي دي او د اندېښنې وړ نه دي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د کابل هوايي میدان په پینځم رمپ کې د تخنیکي ستونزې له کبله ټولې الوتنې د یو ساعت او ۲۰ دقیقو لپاره ځنډول شوې وې.

د دغې ادارې ویاند نعیم صالحي وویل: "یاده ستونزه اوس مهال له منځه تللې او ټولې الوتکې کولی شي عادي الوتنې وکړي."

ټاکل شوې وه چې نن د پاکستان د قومي اسمبلۍ د رئيس اسد قیصر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره د کابل او اسلام اباد د اړیکو د ښه‌والي او نورو اړوندو مسایلو پر سر وغږېږي.

کابل کې د دغه پلاوي راتګ لپاره ځانګړی چمتوالی نیول شوی او د دغه ښار پر یو شمېر لویو واټونو باندې د افغانستان او پاکستان ګډ بیرغونه زوړند شوي دي.

له دې مخکې د افغانستان د ولسي جرګې یو پلاوي هم پاکستان ته د دواړو هېوادو د تر مننځ د اړیکو د پراختیا په هدف سفر کړی و.

XS
SM
MD
LG