د لاس رسي وړ اتصالات

کاکړ: په اوکراین مو وسلې ندي پلورلي


د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ وایي هیواد یې هیڅ داسې وسلې ندي پلورلي چې په اوکراین کې جګړې کې ترې کار واخیستل شي او پدې هکله رپوټونه یې "مغشوش والی" وباله.

ښاغلي کاکړ جمعه نومبر ۱۷ (لړم۲۶) امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې پدې هکله پلټنې کوي چې آیا د پاکستان وسلې په کوم بل ځای کې کارول شوي که نه.

هغه زیاته کړه، "په اوکراین مو وسلې ندې پلورلي. مونږ به پلټنې وکړو چې آیا د پاکستان وسلې کوم بل ځای ته رسیدلي. خو تر کوم ځایه چې د پاکستان موضوع ده، زمونږ د وسلو هدف هیڅکله اوکراین یا بل کوم ځای ته رسیدل نه و".

ښاغلی کاکړ دا موضوع داسې مهال ردوي چې تر دې وړاندې په پاکستان کې د سوچ په نامه خبري ویب سایټ ویلي و چې پاکستانۍ سپکې وسلې او مهمات په دوو امریکایي شرکتونو پلورل شویدي.

پدې څیړنیز راپور کې دا نتیجه ګیرۍ شوې چې واشنګټن همدا پاکستانۍ وسلې اوکراین ته د امنیتي مرستو په توګه ورکړي او په جګړې کې ترې کار اخیستل شوی.

د پاکستان سرپرست صدراعظم په مرکې کې دا هم وویل چې حکومت یې ددې موضوع په هکله د بیلا بیلو دیپلوماتیکي چینلو د لارې د اړوندو چارواکو سره خبرې کوي.

امریکا غږ څه موده وړاندې هم د همدې موضوع په هکله د پاکستان د حکومت د ویاند څخه پوښتنه کړې وه خو په ځواب کې ویل شوي و، "مونږ پدې هکله تاسو ته په اوس وخت کې څه نلرو".

سره لدې چې پاکستان ټینګار کوي د روسیې – اوکراین تر منځ په روانې جګړې کې بې پرې دی خو په اوکراین د روسیې یرغل څخه یوازې یوه ورځ وړاندې د پاکستان مخکنی صدراعظم عمران چې وروسته بې واکه شو، د روسیې د جمهور رئیس سره کتلي و.

د عمران خان دا ملاقات د اسلام آباد د رسوایۍ سبب شو او واشنګټن یې هم په غصه کړ.

ښاغلي خان د واک څخه تر لیرې کیدو وروسته ادعا کوله چې په پارلمان کې د عدم اعتماد رایه ګیرۍ تر شا چې د هغه د لیرې کیدو سبب شو، د واشنګټن او د پاکستان د پوځ لاس و خو امریکا او د پاکستان پوځ دا تورونه رد کړیدي.

د ۲۰۲۲م کال د اپرېل په میاشت کې د صدراعظمۍ له څوکۍ د عمران خان لیري کول په ټول پاکستان کې د لوی سیاسي کړکېچ او د هغه د پلویانو د پراخو لاریونونو لامل شول. د پاکستان حکومت دغه لاریونونه او د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشران سخت وځپل.

په داسې حال کې چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشرتابه ډېر غړي یا په بند کې دي، یا پټ دي او یا یې له ګوند څخه وتلي دي، تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه ګوند به د پاکستان په راتلونکو انتخاباتو کې څه دریځ ولري.

د افغان کډوالو ایستل

پداسې حال کې چې پاکستان د څه باندې ۱.۴ میلیونه افغانانو چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو لپاره قانوني اسناد نلري، بهیر پیل کړی او تر دې وړاندې یې داسې ادعاوې هم کړې وې چې د ترهګرۍ په ځینو پیښو کې افغانانو لاس درلود خو ښاغلي کاکړ پدې مرکې کې وویل چې د افغانانو ایستل د "ترهګرۍ ضد تاکتیک" ندی.

د پاکستان مشر زیاته کړه چې د افغانستان حکومت سره قانوني تګ راتګ غواړي او همدا د پاکستان "اصلي" هدف دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG