د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني‌ پولیسو په عمران خان باندې انتقاد کوونکی خبریال ونیوه


پولیسو پاکستانی خبریال محسن بیګ نیولی دی
پولیسو پاکستانی خبریال محسن بیګ نیولی دی

د پاکستاني خبریال محسن بیګ همکاران او کورنۍ وایي چې پولیسو د ښاغلي بیګ په کور چاپه وهلې او هغه یې ځان سره بیولی دی.

د هغه د نیول کېدو علت لا معلوم نه دی،‌ خو ښاغلي‌ محسن په یوې تلویزونې خپرونې کې د پاکستان په صدراعظم عمران خان انتقاد کړی و چې د شخصي اړیکو په اساس یې د کابینې یو وزیر ته ایوارډ ورکړی دی.

عمران خان څو ورځې مخکې د پاکستان د مخابراتو وزیر مراد سید د هغه د «فعالیتونو» له کبله په یو مډال وویاړه. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي‌ چې وزیر مراد سید د ښاغلي محسن له انتقاد وروسته د فدرال چارواکو ته شکایت کړی و.

د خبریال محسن بیګ کورنۍ وایي د فدرال پولیسو او چارواکو نن چهارشنبه سهار فبروري ۱۶ (سلواغه۲۷) په هغوی په کور چاپه ووهله او ښاغلی بیګ یې له ځان سره یوړ.

سره له دې چې پولیسو او چارواکو د هغه د نیول کېدو په اړه لا رسمي معلومات نه دي‌ خپاره کړي، خو عیني شاهدانو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې لا هم د هغه د کور په شاوخوا کې پولیس لیدل کېږي.

په پاکستان کې خبریالانو او د خبریالانو د ملاتړ ټولنو د ښاغلي بیګ نیول غندلي دي. پاکستان له ډېر وخت راهېسې د خبریالانو لپاره مصئون هېواد نه ګڼل کیږي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ۲۰۲۰ په راپور کې پاکستان په نړۍ کې نهم هېواد بلل شوی و چې خبریالان په کې خوندي نه دي، نیول کېږي، بندي‌ کېږي او وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG