د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د مطبوعاتو ازادۍ کې تر پاکستان او ایران مخکې دی


اریتریا، شمالي کوریا، ترکمنستان او چین هغه هېوادونه دي چې د مطبوعاتو ازادي په کې تر ټولو ټيټه کچه کې ده.
اریتریا، شمالي کوریا، ترکمنستان او چین هغه هېوادونه دي چې د مطبوعاتو ازادي په کې تر ټولو ټيټه کچه کې ده.

د بې‌ پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) وايي چې د نړۍ په کچه د مطبوعاتو د ازداۍ په درجه‌ بندۍ کې افغانستان تر خپلو ګاونډیانو پاکستان او ایران مخکې دی.

د دغه راپور په اساس افغانستان په ۱۲۲نمبر او پاکستان او ایران په ترتیب سره په ۱۴۵ او ۱۷۴ مقامونه کې دی.

سره له دې چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې یو شمېر خبریالان ووژل شول او ژوبل شو،‌ خو دا راپور وايي افغانستان په ۲۰۲۱ کې په خپل پخواني ځای کې پاتې دی.

دغه سازمان چې هر کال په ۱۸۰ هېوادونو کې د مطبوعاتو د ازادۍ شاخصونه بررسي کوي ویلي چې افغانستان په دغو هېوادونو کې ۱۲۲ ځای لري.

دا راپور چې د سې‌ شنبې په ورځ اپریل ۲۰ (وري ۳۱) خپور شوی ناروې، فنلنډ، هالنډ، سویډن او ډنمارک هغه هېوادونه دي چې د لست په سر کې ځای لري او مطبوعات په کې زیاته ازادي لري، خو اریتریا، شمالي کوریا، ترکمنستان او چین هغه هېوادونه دي چې د مطبوعاتو ازادي په کې تر ټولو ټيټه کچه کې ده.

د بې‌ پولې راپور ورکوونکو ټولنې دغه راز په افغانستان کې د خبریالانو د هدفي وژنو دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دې وضعیت دوام به په دغه هېواد کې د رسنیو ازادي له ګواښ سره مخ کړي.

دغه سازمان زیاته کړې: "په افغانستان کې د کویډ۱۹ ناروغۍ سربېره چې له امله یې لسګونه خبریالان مړه شوي دي، یو بل ویروس هم له دننه افغانستان ته زیان رسوي. افراطي تاوتریخوالی چې خبریالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې په نښه کوي."

په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱میلادي کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې څلور خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي: "افغانستان سره له دې چې د نورو هېوادونو د شاتګ او په کې بدلونونو له امله په خپل ځای پاتې دی، خو د خبریالانو لپاره د نړۍ یو تر ټولو مرګونی هېواد دی."

د بې‌ پولې راپور ورکوونکو سازمان د افغان خبریالانو د وژنې لړۍ په درولو ټینګار کړی او له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې د خبریالانو د وژنې دوسیې وڅیړي.

دغه سازمان همداشان له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا، جرمني او فرانسې څخه غوښتي "په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د جنایتونو" په اړه د نړیوالو بنسټونو له څیړنو ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG