د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پلاوی په سوله او امنیت باندې د خبرو لپاره کابل ته راغلی


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم تیره ورځ کابل ته د پاکستاني پلاوي د راتګ خبر ورکړی و.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم تیره ورځ کابل ته د پاکستاني پلاوي د راتګ خبر ورکړی و.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د سولې، امنیت او نورو اړوند مسائلو پر سر له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان نن یکشنبه اپرېل ۲۵(غويي ۵) په خپل ټویټر کې لیکلي چې دا پاکستانی پلاوی نن کابل ته رسېدلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم تیره ورځ کابل ته د پاکستاني پلاوي د راتګ خبر ورکړی و.

ښاغلي محب وویل: "له پاکستانه پلاوی راځي، دلته به پر تخنیکي مسائلو او هغه موضوعاتو وغږیږو چې زموږ او د دوی ترمنځ ستونزې پکې دي."

تر دې مخکې هم د افغانستان او پاکستان لوړپوړو چارواکو په بحرین کې د سولې او امنیتي مسائلو په اړه خبرې غونډه کړې وه.

روانه میاشت ټاکل شوې وه چې د پاکستان یو پارلماني پلاوی هم کابل ته سفر وکړي، خو د کابل په هوايي ډګر کې د امنیتي ستونزو له امله د یاد پاکستاني پلاوي طیارې ته د ناستې اجازه ورنه کړل شوه.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی پر داسې مهال کابل ته راغلی چې ولسمشر غني څو ورځې مخکې وویل چې د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د پاکستان په لاس کې دی.

ښاغلي غني وویل چې که افغانستان نا ارامه وي پاکستان به هم نا ارامه وي او په وینا یې که پاکستان د افغانستان هوساینه غواړي دوی(پاکستان) به هم هوسا شي.

افغان حکومت تل ویلي چې پاکستان افغان طالبانو پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه پر افغان خاوره بریدونه پلانوي، خو پاکستان تل ورته څرګندونې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG