د لاس رسي وړ اتصالات

غني: افغانستان د سقوط مرحله کې نه دی، ځواکونه مو د دفاع وړتیا لري


غني: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواکه توګه د هیواد دفاع وړتیا لري.
غني: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواکه توګه د هیواد دفاع وړتیا لري.

یوه ورځ وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تر سپټمبر میاشتې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې افغانستان د سقوط په مرحله کې نه دی.

ښاغلي غني تیر ماښام اپرېل ۱۵(وري ۲۶) د اذربایجان په کوربتوب د «نظامي ګنجوي» بین المللي مرکز په ناسته کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوې ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواکه توګه د هیواد دفاع وړتیا لري.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي: "موږ د سقوط په مرحله کې نه یوو، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواک ډول د هیواد د دفاع وړتیا لري او له څو کلونو راهېسي ۹۴ سلنه عملیات په خپلواک ډول ترسره کوي."

ولسمشر غني له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې افغان حکومت یادې پرېکړې ته درناوی لري او په وینا د دغه بهیر په ترسره کېدو کې به لازمه همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې یاده پرېکړه د دې لامل شوه چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او یا نه وتلو په اړه د خلکو اندېښنې لیري کړي.

خو ولسمشر غني زیاته کړې چې افغانستان اوس مهال له یوې خوا د سولې پروسې د نوي روایت، سیمه ییز اتصال او همکاریو او له بلې خوا له سیمې وراخوا د تروریستي او جرمي شبکو پر وړاندې قرار لري. په وینا یې د تروریزم او جرمي شبکو څخه د رامنځته شوي بحران مدیریت لپاره باید له افغانستان سره د تېر په څېر همکاري دوام وکړي.

نوموړي دې ته په اشارې چې طالبان دې یا سوله ومني او یا به یې هم پر ضد مبارزه دوام کوي ویلي: "زموږ خلک له ۴۲ کلونو راهېسي سولې ته د رسېدو له مشروع حق څخه محروم شوي دي... سوله ییز او له تاوتریخوالي او جنګ پاک افغانستان، د پاکستان او سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه دی."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یاد کنفرانس ته ویلي چې د سولې لار نقشه یې پر درې ستنو اوربند، تلپاتې او عادلانه سولې پر تامین او د ټاکنو پر ترسره کولو ولاړه ده او په وینا یې سولې ته د رسېدو لپاره چمتو دی د خپلې دورې له پایته رسېدو مخکې، ژر ټاکنې ترسره کړي.

ولسمشر غني پر داسې مهال دا څرګندونې کړي چې وړمه ورځ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه تر سپمټپر میاشتې له خپلو سرتیرو د ایستلو اعلان وکړ.

بایډن ویلي چې په افغانستان کې به دپلوماتیکو او بشري فعالیتونو ته دوام ورکړي او د افغانستان د حکومت نه به د پرمختیایي، بشري مرستو، د ښځو او افغان نجونو د حقونو د ساتلو له لارې په دوامداره توګه ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG