د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچ بیلتونپالو د پاکستان دوه بحري افسران ووژل


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په بلوچستان ایالت کې جدایي غوښتونکو د پاکستان د پوځ د سمندري قواو دوه منصبدار وژلي دي.

د بلوچستان ایالت د پولیسو یو مقام عبدالحفیظ بلوچ وایي د گوادر بندر ته نژدې چې چین په کې ستره پانگونه کړي څلورو وسله والو کسانو پر هغه پوځي موټر برید وکړ چې سمندري اډې ته یې خواړه لیږدول.

د ښاغلي بلوچ په وینا " یو منصبدار ځای پر ځای او بل روغتون ته په لار مړ شو". د هغه په وینا په برید کې د پاکستان سمندري ځواکونو درې منصبدار ټپیان شوي هم دي.

د بلوچستان د آزدي غوښتونکي اردو په نامه ډلې ویاند ددغې برید مسؤلیت منلی دی. دغه څلور برید کوونکي په موټر سایکلونو سپاره تښتیدلي دي.

بلوچستان د طبیعي غاز او منرالونو د زیرمو له پلوه غني، خو د پاکستان له فقیرو ایالتونو څخه شمیرل کیږی. په دې ایالت کې له اوږدې مودې راهیسې جدایي غوښتونکي فعالیت کوي او په دې باور دي چې د پاکستان دولت د دوی ځمکې او طبیعي زیرمې نیسي. په همدې خاطر دوی پر هغو پروژو باندې بریدونه کوي چې چین په کې پانگونه کړې ده.

بیجینگ د چین-پاکستان د دهلیز په نامه په اقتصادي پروژه کې ٥٧ میلیارده ډالر پاگونه کړې ده چې په ترڅ کې چینایي کمپنۍ لارې، د انرژۍ دستگاوې او صنعتي تاسیسات جوړوي.

د می په میاشت کې هم د بلوچستان آزادي غوښتونکې اردو لس پاکستاني کارگر چې چینایي پروژې ته یې کار کاوه وژلي وو.

ددې تر څنگ په بلوچستان کې چې د افغانستان او ایران سره گډه پوله لري طالبان او نورې اسلامپاله ډلې هم فعالیت کوي.

تیره میاشت ددې ایالت په مرکز کویټه کې د داعش ډلې دوه چینایان یرغمل او ووژل، وروسته بیا د پاکستان د کورینو چارو وزارت وویل چې دغه دوه تنه چینایان مذهبي مبلغین وو چې د حکومت سره نه وو ثبت شوي.

XS
SM
MD
LG