پاکستاني مقامات وایي د کویټې په ښار کې یو ځانمرګۍ بریدګر خپل مړټرسایکل چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو د نیم پوځیانو له کاروان سره ټکر کړ.
پدغه برید کې چې مسولیت یې د پاکستان تحریک طالبان په غاړه اخیستی درې پاکستاني ملیشه پوځیان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید، ددې پیښې مرګ ژوبله تائید کړې ده.
د کویټې د پولیسو مرستیال اظهر اکرم، ویلي چې د بریدګر په موټرسایکل کې لږ تر لږه شپږ کیلو ګرامه توکي ځای پر ځای شوي وو.
د پاکستان صدراعظم عمران خان، دغه برید غندلی دی.
دا پداسې حال کې دي چې تیره میاشت د اسلام آباد د شکایت وروسته چې ګواکې پاکستاني طالبان د افغانستان د خاورې څخه د پولې اخوا بریدونه کوي، د افغان طالبانو د ډلې مشر ملا هبتالله آخندزاده، امر وکړ چې پدې هکله دې پلټنې وشي.
په اسلام آباد کې باوري منابعو چې د موضوع د حساسیت په وجه یې نه غوښتل نوم یې یاد شي د امریکاغږ ته ویلي چې د طالبانو د ډلې مشر تازه یو درې کسیز کمیسیون ټاکلی چې د اسلام آباد د شکایت په اړه تحقیقات وشي.
منابع وایي د افغان طالبانو ډلې د پاکستان تحریک طالبان ډلې مشرانو ته خبرداری ورکړی چې د اسلام آباد سره خپله ستونزه حل کړي او د پاکستان د حکومت د احتمالي عفو څخه په استفادې خپل هیواد ته لاړ شي او د خپلو کورنیو سره یوځای شي.