د پاکستان او افغانستان ترمنځ په روانې شخړې کې لسګونه زره ولسي افغانان هم زیانمن شوي دي. څو ورځې مخکې اسلام اباد او کابل د چین په اورمچي کې د شخړې د ختمولو په اړه غږېدلي و.
په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کومې تازه شخړې راپور ندی ورکړل شوی خو د دوی ترمنځ له څو اونیو جکړو څخه ولسي افغانانو ته اوښتي زیانونه اندېښمنوونکي بلل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو ادارې (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي چې دغې شخړې د ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي خلک وژلي او ژوبل کړیدي.
ملګري ملتونه وايي چې په وژل شویو کې د بشري چارو یو کارکوونکی هم شامل دی.
اوچا، څو ورځې مخکې د دغې شخړې د زیانونو په اړه په خپل راپور کې وویل چې په افغانستان کې څه باندې ۹۴زره ولسي خلک بېځایه شوي دي.
همدغه راز په نورستان کې بیا په ۱۰۰زره کسانو د تګ راتګ لاره بنده شوې دي.
اوچا په انساني تلفاتو سربېره، په دغو شخړو کې د ۲۵ روغاتیايي مرکزونه او ۴۱ ښوونځیو د زیانمن کېدو او ویجاړ کېدو خبر هم ورکړی دی.
اوچا دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان او افغان طالبانو د حکومتونو استازو د چین په اورمچي کې خبرې کړې، چې دا شخړه د خبرو له لارې حل کړي.
راپورونه وايي چې په دغو خبرو کې پرمختګ شوی دی او دا خبرې «ګټورې بلل شوې دي.
البته تر دې مخکې، سپینې ماڼۍ له دواړو خواو غوښتي وو چې شخړې د مذاکرو او دیپلوماتیکو هڅو له لارې حل کړي.
پاکستان ادعا کوي چې افغان طالبانو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو مشرانو او جنګیالیو ته پناه ځایونه ورکړي او هغوی له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه پلانوي او کوي.
فورم \ دبحث خونه