د لاس رسي وړ اتصالات

د څمکنیو په برید کې اکثریت ماشومان وژل شوي


په پکتيا ولايت کې د يوې ځانوژونکې حملې په نتيجه کې لږ تر لږه دوولس کسان وژل شوي او نږدې شل نور ټپيان دي.

چارواکي وايي، چې بريد د څمکنيو د ښوونځي تر څنګ شوی، چې قربانيان يې اکثريت د ښوونځي ماشومان دي.

که څه هم د پکتيا د څمکنيو د ننني بريد د څرنګوالي په اړه ضد او نقيض خبرې کېږي، خو امنيتي چارواکي وايي، چې بريد کوونکی پر موټرسايکل سپور او د څمکنيو د ښوونځي تر څنګ يې پر امريکايي سرتېرو په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد وچاول.

له پېښې لږ وروسته د پکتيا امنيې قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل اشنا راډيو ته وويل، بريد هغه مهال شوی، چې د ياد شوي ښوونځي ماشومان تر رخصتېدو وروسته خپلو کورونو ته روان وو. هغه زياته کړه چې په دې بريد کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي چې يو پوليس او نور اکثريت يې د ښوونځي ماشومان دي.

قوماندان زلمي اورياخېل وويل په دغه بريد کې چې پر امريکايي سرتېرو شوی، د ښوونځي د ګڼ شمېر زده کوونکو په ګډون تر پنځلسو زيات نور ټپيان شوي هم دي.،،دا ځانوژونکی پر موټر سايکل سپور و، ځانته يې انتحار ورکړی دی. لس کسان شهيدان دي او تر پنځلسو پورته ټپيان دي، چې اکثريت يې د ښوونځي ماشومان دي. يو محلي پوليس شهيد دی او يو ټپي دی. بريد د ښوونځي تر څنګ شوی دی. بهرنيانو کې يو څو کسه ټپيان دي،،.

په دغه زون کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې په دې بريد کې دوه امريکايي سرتېري هم وژل شوي او د يوه افغان ژباړن په ګډون څلور نور امريکايي سرتېري ټپيان دي.

د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ د روغتيايي مرکز مشر ډاکټر قادرخان اشنا راډيو ته وويل، چې له چاودنې وروسته دوی ته پنځه مړي او نږدې پنځلس ټپيان وروړل شوي، چې په مړو او ټپيانو کې اکثريت يې د ښوونځي ماشوم زده کوونکي دي. هغه د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازک وباله.،،د لس نيمو بجو څخه تر يوولسو بجو پورې موږ ته ديارلس ټپيان راغلي دي او پنځه مړي دي، چې په مړو کې څلور ماشومان او يو سړی دی. د يو شمېر ټپيانو حالت نازک دی او نور ښه دي،،.

په افغانستان کې معمولاً هر چېرته چې بهرني ځواکونه د ورځې له خوا ودرېږي، نو ولسي افغانان او په ځانګړي ډول ماشومان يې د ليدو لپاره ورته راټولېږي.

که په داسې حالت کې پر بهرنيو ځواکونو بريدونه کېږي، نو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله همدغو ولسي افغان ماشومانو ته اوړي.

که څه هم دا ډول ډیری بريدونه د وسله والو طالبانو له لوري کېږي، خو د پکتيا د څمکنيو د دننني بريد مسووليت تر اوسه چا په غاړه ندی اخيستی.

طالبان معمولاً د هغو بريدونو مسووليت پر غاړه نه اخلي، چې په نسبي ډول د ولسي خلکو مرګ ژوبله پکې زياته وي.

ابراهیم- رحیمي- پکتیا
XS
SM
MD
LG