د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د طالبانو په ډله ییز برید کې ۵۲ تنه ووژل شول


د پکتیا د عامې روغتیا ریاست وايي د ګردیز په ننني برید کې لږترلږه ۳۳ تنه وژل شوي او ۱۷۰ نور ټپیان شوي دي.
د پکتیا د عامې روغتیا ریاست وايي د ګردیز په ننني برید کې لږترلږه ۳۳ تنه وژل شوي او ۱۷۰ نور ټپیان شوي دي.

په پکتیا کې د وسله والو طالبانو په ځانمرګو ډله ییزو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۲ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۳۵ نور ژوبل دي.

په وژل شویو کسانو کې د پکتیا امنیه قومندان هم شامل دی.

برید د پکتيا په ګردېز ښار په ځايي وخت سهار وشو. د امنیې پر قوماندانۍ لومړی موټر بم برید وشو او وروسته په وسلو او چاودیدونکو موادو سمبال بریدګر قوماندانۍ ته ننوتل.

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر هدایت‌الله حمیدي امریکا غږ ته وویل، د پیښې له ځای څخه ۴۰ مړي او له ۱۶۰ زخمیان روغتون ته لیږدول شوي، چې په کې عام خلک او پوځي منسوبین شامل دي.

په سیمه کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د روغتون مطبوعاتي چارواکو امریکا غږ اشنا ته وویل چې ۱۲ مړي او ۷۵ زخمیان لېږدول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په برید کې پنځو وسله‌والو برخه لرله، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره له درې ساعته نښتې وروسته ووژل شول.

د وزارت په یو بیان کې راغلي، چې په برید کې د پکتیا د امنیې قوماندان جنرال توریالي عبدیاني او یو شمېر نور پولیس منسوبین هم وژل شوي دي. په وژل شویو کې یو شمیر پولیسې، چې تر روزنې لاندې وې، هم ټپیانې شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې د دغه برید مسولیت اخیستی دی.

مخکیني معلومات

د کورنیو چارو وزارت په يو بیان کې ويلي، چې په سيمه کې جګړه روانه ده او تر اوسه دوه ځانمرګي بريد کوونکي د پوليسو له لوري په نښه او وژل شوي دي.

په همدې حال کې عيني شاهدان او د پکتيا د ولايتي شورا يوه غړي الله مير بهرام زوی امريکاغږ ته وويل، چې پر يادو حکومتي تاسيساتو دوې موټر بم چاودنې شوې دي.

هغه وويل، يوه چاودنه د قوماندانۍ په دروازه کې شوې او دويمه چاودنه لږه شيبه وروسته پر قوماندانۍ د شا له لوري شوې او بريد کوونکي قوماندانۍ ته ننوتلي دي.

که څه هم تر اوسه د تلفاتو په اړه کوم خاص معلومات نشته، خو اندېښنه دا ده چې ممکن د چاودنو له کبله ګڼ شمېر افغان امنيتي ځواکونو او شاوخوا کورونو کې خلکو مرګ ژوبله اوښتې وي.

وسله والو طالبانو د برید مسولیت منلی او په يوه اعلاميه کې یې ويلي، چې په دغه برید کې یې افغان امنیتي ځواکونو ته درنه مر‌ګ‌ژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG