د لاس رسي وړ اتصالات

نور افغاني؛ هغه فلسطینۍ چې د شاتو د مچیو کاروبار کوي


نور افغاني، د مچیو پالونکې فلسطینۍ مېرمن
نور افغاني، د مچیو پالونکې فلسطینۍ مېرمن

نور افغاني درې میاشتې مخکې د شاتو د مچیو د ساتلو د درس له بشپړولو وروسته مچۍ ساتل پېل کړل.

هغه خپل د کور په چت باندې مچۍ ساتي، وايي دا کار ورته په زړه پورې دی او داسې ده لکه د طبیعت پاملرنه چې کوې.

د مچیو پالونکې دا فلسطینۍ مېرمن به په څو اونیو کې خپل لومړي شات تر لاسه کړي او زیاتوي: "دا مچۍ زما د کورنۍ په څېر دي".

په ختیځ بیت المقدس کې په څلورو کې درې فلسطینۍ ښځې بې روزګاه دي. علتونه يې کلتوري محدودیتونه او یا په دغه سیمه کې د زده کړو کم فرصتونه دي. یو شمېر فلسطینۍ میرمنې په عبراني ژبه ښه خبرې کوي چې د کار لپاره یې وکاروي.

په ختیځ بیت المقدس کې یو شمېر مېرمنو د شاتو د مچیو د ساتلو کاروبار پیل کړی دی
په ختیځ بیت المقدس کې یو شمېر مېرمنو د شاتو د مچیو د ساتلو کاروبار پیل کړی دی

اوس، د یو نوي پروګرام موخه دا ده چې دغو ښځو ته د شاتو د مچیو په برخه کې کار پیدا کړي. دوی د کورونو په چتونو مچۍ ساتي او وايي، اقتصادي خپلواکي او نوي مهارتونه ترلاسه کوي.

په ختیځ بیت المقدس کې فلسطیني موسسه سنسیلا دا درسونه ورکوي.

په دې سیمه کې د مچیو د پروژې تر شا سړی د سنسیلا موسسې مشر طارق نصر دی، چې موخه یې د فلسطینیانو پرمختګ دی.

هغه ددې پروژې له لارې غواړي د ختیځ بیت المقدس له اقتصاد سره مرسته وکړي او وايي: "هڅه کوو چې ښځې د مچیو، شاتو او پیسو له لارې په ټولنیزه او اقتصادي توګه پیاوړې کړو. او په غیر مستقیمه توګه به، موږ د دوی د کورونو چتونه شنه کړو".

نصر وايي چې د راتلونکي کال تر پایه به سنسیلا موسسه په ختیځ بیت المقدس کې له ۵۰۰ څخه زیاتې فلسطینۍ ښځې د مچیو د پالونکو په توګه وروزي، چیرته چې د ښځو د بې کارۍ کچه ۸۰ سلنه ده.

فیتنه العيوب بله فلسطینۍ مېرمن ده چې د شاتو د مچیو د ساتلو درسونه یې پای ته رسولي دي. هغې وویل: "موږ د مچیو په اړه ډېر څه زده کړل - دوی څنګه ژوند کوي، څنګه ګرده راوړي، څنګه شات جوړوي. دا د یوې نوې نړۍ په څېر دي چې زه یې په اړه هیڅ نه پوهېدم".

ښځو ته ښوول کېږي چې ارامې پاتې شي او د مچیو شاوخوا ته ورو حرکت وکړي، ترڅو مچۍ خپه نشي. دا یو داسې مهارت دی چې په بیت المقدس کې د یهودانو او فلسطیني عربانو ترمنځ د تاو تریخوالي په وضعه کې د تګ راتګ لپاره هم ګټور دی.

XS
SM
MD
LG