د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس او په ترکیه کې د سوریايي کډوالو له کړاوه ډک ژوند


په سوریه کې د جګړو له کبله میلیونونه خلک ترکیې ته تښتېدلي دي
په سوریه کې د جګړو له کبله میلیونونه خلک ترکیې ته تښتېدلي دي

د ترکیې سره صلیب او هلال احمر د سازمانونو په تازه راپور کې ویل شوي دي چې د کرونا ویروس وبا په ترکیه کې میلیونونه سوریایي کډوال نور هم بې وزله کړي او کړاوونه یې نور هم زیات شوي دي.

په ترکیه کې دا مهال شاوخوا څلور میلیون کډوال ژوند کوي چې اکثریت یې د سوریې دي. د کډوالو ډېره برخه د کار کولو قانوني‌ اجازه نلري خو دوی به غیر رسمي کارونه کول چې ژوند وکړي. مګر د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته ډېر کاروبارونه وتړل شول او ډېر خلک بې روزکاره شول.

د سره صلیب د نړیوال فدراسیون د عملیاتو د برخې مشر جانتن براس امریکا غږ ته وویل: « نتیجه دا شوه چې د خلکو(کډوالو) کاروبار او ګټه وټه یې محدوده کړه چې د ژوند اساسي ضرورتونه (اوبه، صحت او برېښنا) پوره کړي.»

نوموړي وویل چې د دوې د راپور یوه اساسي موندنه دا ده چې ډېر کډوال بې کاره شوي، په نورو مشکلاتو کې ګیر شوي او تر ډېرو سختو پورونو لاندې ژوند کوي.

په راپور کې راغلي دي چې د تېرکال په پرتله د سوریايي کډوالو په منځ کې د پورونو کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې او هغوی مجبور دي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېلا بېلې لارې غوره کړي.

ښاغلي براس وویل چې د سوریايي کډوالو د خوراک او څښاک کیفیت او کمیت هم خورا بدل شوي او کم شوي دي او د ډېرو بېلونو پېسې هم ورباندې پاتې دي او ډېر پوروړي شوي دي.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې « د کډوالو منابع او د مبارزې وسایل ختم شوي، د پورونو اندازه لوړه شوې او که د کروناویروس محدودیتونه همداسې روان وي، د کډوالو ضرورتونه به هم په ډراماتیک ډول زیات شي.»

ترکیې سره صلیب او هلال احمر سازمانونه هر کډوال ته د میاشتې شاوخوا ۱۸ ډالر ورکوي، دا هغه پېسې دي چې اروپايي ټولنه یې د کډوالو لپاره ترکیې ته ورکوي.

څو ورځې مخکې د اروپايي ټولنې کمېشنرې اورزلا وون در لاین په یو خبري کنفرانس کې د نورو مرستو ژمنه وکړه.

هغې وویل: « موږ دا خبره روښانه کړې ده چې له ترکیې او په سیمه کې له نورو شریکانو اردن او لبنان سره، چې میلیونونه سوریایي کډوال ساتي، مرستې روانې ساتو. د سوریې جګړه لس کلنه شوه او سیمه لا هم دا بار په شریکه وړي. دا زموږ په ګته ده چې د کډوالو او د هغوی د کوربانه هېوادونو سره مرسته وکړو، په ځانګړي ډول د کروناویروس او سختو اقتصادي‌ حالاتو کې.»

هغې وویل چې اروپايي ټولنه به شاوخوا ۳.۶ میلیارد نور ډالر هم بیلوي چې تر ۲۰۲۴ پورې په ترکیه کې د کډوالو سره مرسته وشي. نوموړې وویل چې دا پېسې به د اروپايي ټولنې له بودیجې څخه ورکول کیږي.

له دې هر څه سره سره ځينې منتقدین په دې باور دي‌ چې اروپايي ټولنه او لویدیځ باید د سوریې د کډوالو د مېشت کولو او له هغوی سره د مرستو لپاره یوه دایمي حل لاره پیدا کړي چې د ترکیې بار سپک شي.

XS
SM
MD
LG