د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشر د پنجشېر او اندراب لپاره نوی نظامي مسؤل وټاکه


له پنجشېر او بغلان ولایت له اندراب څخه د جګړو په اړه د راپورنو خپرېدو سره هم مهاله د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده، د یو فرمان په ترڅ کې د دغه سیمو لپاره نوی نظامي مسؤل وټاکه.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ اګست ۲۱ (زمري ۳۰) په خپر ټویټر پاڼه لیکلي چې د یاد فرمان په اساس عبدالقیوم ذاکر د پنجشېر او بغلان ولایت د اندراب درې ګونو ولسوالیو د نظامي مسؤل په ټوګه ټاکل شوی دی.

عبدالقیوم ذاکر چې د طالبانو له مهمو نظامي قوماندانانو څخه دی د طالبانو حکومت په لومړیو کې د دفاع وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوی و. نوموړی پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت مخکې د دغه هیواد په جنوب کې د طالبانو مهم نظامي قوماندان و.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد همدارنګه زیاته کړې چې محمد طیب حقاني د پنجشېر د امنیه قوماندان او همدارنګه د مسافر په نوم کس د دغه ولایت لپاره د اردو د لوا د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

له دې سره هم مهاله د پنجشېر ولایت یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت به خنج ولسوالۍ کې د طالبانو او مقامت جبهې د وسله والو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي او وايي چې په یاده سیمه کې له تیرې ورځې هلیکوپټرې ګرځي. د پنجشېر ولایت لپاره د طالبانو ویاند ابوبکر صدیق په دغه ولایت کې د هلیکوپټرو ګرځېدل تائید کړل، خو د جګړې په اړه اوازې یې رد کړې.

دا په داسې حال کې ده د مقاومت جبهې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د ۸۹ طالبانو د وژل کېدو او ګڼو نورو د نیول کېدو ادعا کړې وه، خو طالبانو وروسته یاد راپورونه ردل کړل.

دا چې یادو سیمو ته د خپلواکو خبریالانو لاس رسی ستونزمن دی، هلته د جګړو په اړه په خپلواکه توګه د دواړو لورو د ادعاو سپیناوی هم سخت دی.

XS
SM
MD
LG