د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: پخپل وړاندې هیڅ جنګي جبهه نلرو


پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت د یو کال پوره کېدو سره، ذبیح الله مجاهد وايي، په افغانستان کې د امنیت راوستل د طالبانو حکومت د تیر یو کال له لویو لاسته راوړنو څخه دي اوپه خبره یې په وړاندې وسله وال مقاومت نشته.

ذبیح الله مجاهد له ملي تلویزیون سره مرکي کې په افغانستان کې ځیني چاودنې چې د عاشورا په مراسمو وشوې، د داعش ډلې کمزوري بللې او ویلي یې دي چې داعش په دغه هیواد کې ځپل شوې او په افغانستان کې پر کوم پوځي او دولتي ځای د برید وړتیا نلري او په خبره یې یوازې په عامو ځایونو کې د بمونو په چاودنو سره غواړي د خلکو په منځ کې «وحشت» رامنځته کړي.

هغه همدارنګه ویلي چې یو شمېر «شریر» اشخاص د داعش له نوم څخه په استفادې چاودنې کوي او د دغه بریدونو تر شا یې اهداف نغښتي دي خو نور جزیات یې ورنکړل.

هغه وویل: "یو دا چې ثبات او امنیت خلکو ته بې ثبات وښيي او امنیتي وضعیت یو ځل بیا تر سوال لاندې راولي. بل دا چې بې باوري رامنځته کړي، هغه باور چې نړیوال یې پر افغانانو لري تر څو دلته پانګونه وکړي، اقتصادي پرمختګ زمینه برابره شي، په یو ډول د هغه مخه ونیسي."

پر همدې مهال د طالبانو د رئیس الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې یو غونډې ته وویل چې په افغانستان کې امنیت په بشپړه توګه تامین شوی دی.

د ښاغلي برادر په وینا په ګڼو هیوادونو کې امنیتي پېښې کیږي، خو د هغه هیواد رسنۍ یې نه خپروي، په خبره یې که چیري په افغانستان کې یوه امنیتي پېښه وشي رسنۍ انعکاس ورکوي.

طالب چارواکي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تر دې مخکې د افغانستان د پنجشېر او بغلان ولایتونو له ځینو ولسوالیو څخه د طالبانو حکومت په وړاندې د احمد مسعود په مشرۍ د وسله وال مقاومت راپورونه ورکړل شوي دي.

بلخوا د محمد رادمنش په نوم د افغانستان د ملي اردو یو پخواني جنرال امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې مخکې ۲۲ تروریستي ډلو شتون درلود، د هغه په خبره وروستیو پېښو ته په کتو داسې معلومیږي چې کېدایشي امنیتي ستونزې رامنځته کړی.

هغه ویلي: "د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسني وضعیت ته په کتو سره ویلی شو چې داعش او القاعده له هغه فرصت څخه چې اوس یې لري اعظمي استفاده کوي او د طالبانو حکومت هم دغه ستونزه تر دا مهاله کنټرول کړې نه ده."

تیره اونۍ کابل کې څو پرله پسې بریدونه وشول. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د معلوماتو په اساس په دغه چاودنو کې ۱۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG