د لاس رسي وړ اتصالات

پر پنجشیر د طالبانو بریدونه؛ د مقاومت جبهې د لسګونو طالب جنګیالیو د وژلو ادعا کړې


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

په پنجشېر ولایت کې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو حکومت خلاف د «افغانستان د مقاومت جبهې» د هغوی پر مرکزونو د طالبانو د پراخو بریدونو خبر ورکړی دی.

د یادې جبهې ویاند صبغت الله احمدي د یکشنبې په ورځ سپټمبر ۱۱ (وږې ۲۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې طالبانو د دغه ولایت په عنابه، رخه، بازارک، دره، آبشار او خنج ولسوالیو کې د هغوی پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

هغه ویلي چې د مقاومت جبهې وسله والو د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي. هغه په دغه جګړه کې د ۳۲ طالب سرتیرو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپي کېدو ادعا هم کړې ده. نوموړي زیاته کړې چې جګړه نورو سیمو ته هم غځېدلې ده.

بلخوا د سیمې یو شمېر اوسېدونکو هم له تیرې ورځې راپدېخوا د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د طالب سرتیرو او مقاومت جبهې د وسله والو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی دی.

د سیمې یو عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې له تېرې ورځې د عبدالله خېل او کرامان درې په غرونو کې جګړه روانه ده.

پر همدې مهال په پنجشېر کې د طالبانو سیمه ییز مسؤلین په دغه ولایت کې جګړه تائیدوي، خو وايي، په هغه کچه نه ده چې مقابل لوری يې ادعا کوي. هغوی خپلو سرتیرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د مقاومت جبهې د ادعا په اړه څه ونه ویل.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق امریکا غږ ته وویل چې طالب سرتیري د دغه ولایت په ټولو برخو کې حضور لري او په خبره یې «باغیانو» ته به د فعالیت اجازه ورنکړي.

هغه وویل: "هغه ادعاوې چې د نښتو په اړه کیږي، داسې څه نشته، خو په ځينو سیمو کې چې څو باغیان وو، بېله شکه، هغوی چې په هر ځای کې وي د اسلامي امارت سرتیري یې تعقیبوي."

بلخوا په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د استخباراتو ادارې له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د یوې اووه کسیزې وسله والې ډلې د نیول کېدو خبر وکړی دی.

د طالبانو د استخباراتو لخوا په خپره شوې ویډيو کې نیول شوي کسان اعتراف کوي چې د مقاومت جبهې غړي دي او د طالبانو پر ضد یې څو بریدونه هم کړي دي. خو مقاومت جبهې تر دا مهاله په کاپیسا کې د خپلو کسانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا چې یادو سیمو ته د خپلواکو خبریالانو لاس رسی ستونزمن دی، هلته د جګړو په اړه په خپلواکه توګه د دواړو لورو د ادعاو سپیناوی هم سخت دی.

XS
SM
MD
LG