د لاس رسي وړ اتصالات

د بغلان اندراب دره کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د جګړې راپور ورکړل شوي


د طالبانو حکومت مخالفې د «مقاومت جبهې» د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پر مهال د څو کلیو د نیولو دعوه کړې، خو طالبانو بیا د یادې جبهې ادعا رد کړې او هغه یې بې اساسه بللې ده.

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي وویل چې د یادې جبهې او طالبانو ترمنځ جګړه پرون جمعه اپرېل اتمه (وري ۱۹) د ده صلاح ولسوالۍ په قاسان دره کې پيل شوې او اوس هم روانه ده.

ښاغلي احمدي وویل چې تر شپږ ساعته نښتې وروسته یې له طالبانو څخه د یادې ولسوالۍ «کاسهه تراش او دره جر» سیمې نیولي دي.

د نوموړي په وینا اوس مهال د اندراب ولسوالۍ په ځينو سیمو کې جګړه روانه ده او په دغه جګړه کې د ۱۱ طالبانو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

ویل کیږي چې په دغه جګړه کې د مقاومت جبهې ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو ددغه جبهې ویاند په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.

پر همدې مهال د بغلان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نن شنبه اپرېل نهمه (وري ۲۰) امریکا غږ ته وویل چې دوی د څو ورځو راپدېخوا د ده صلاح ولسوالۍ په ځینو سیمو کې تصفیوي عملیات پيل کړي چې اوس هم روان دي.

اسدالله مصطفی هاشمي په اندارب ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې لخوا د څو کلیو نیول رد کړل او زیاته کړه چې هغوی د طالبانو په وړاندې درېدای نشي.

ښاغلي هاشمي وویل: "یو څو تنه اوباش او اختطافچیان په سیمه کې راټول شوي و چې پر وړاندې تصفیوي عملیات تر سره شول او اوس مهال هلته هیڅ ډول ستونزه نشته او یوازي فیسبوکي تبلیغات دي."

بلخوا د اندراب ولسوالۍ ځينو اوسېدونکي وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې پر ضد د طالبانو علمیاتو زور اخیستی دی.

د محمد صادق په نوم د یادې ولسوالۍ یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې په تیره یوه اونۍ کې سلګونه طالب سرتیري دغه درې ته داخل شوي چې په خبره یې خلکو ته ستونزې پېښې شوي دي.

د اندراب دغه اوسېدونکي همدارنګه وویل چې د دغه ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د جګړو زیاتېدو له امله خلک له یادې ولسوالۍ څخه د بغلان مرکز پلخمري ته کډوال شوي دي.

هغه ادعا وکړه چې د مقاومت جبهې تر برید وروسته طالبانو د دغه ولسوالۍ ډېری ځوانان نیولي او د سیمې اوسېدونکي یې «وهلي ټکولي دي»خو د بغلان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د طالبانو لخوا په دغه ولسوالۍ کې د خلکو د وهلو ټکولو او دځوانانو د نیولو ادعا رده کړه او زیاته یې کړه چې په دغه ولسوالۍ کې عملیات د خلکو په غوښتنه پيل شوي دي.

د طالبانو حکومت مخالفه د مقاومت جبهه د پنجشېر او بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ په ځينو سیمو کې فعاله ده او کله ناکله له یادو سیمو څخه د هغوی او طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول کوي.

طالبانو تیره اونۍ د پنجشېر ولایت د حصارک ولسوالۍ په ځینو سیمو کې هم د مقاومت جبهې پر ضد تصفیوي عملیات پيل کړي او دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG