د لاس رسي وړ اتصالات

پنجشېر کې نیونې؛ طالبان د دغه ولایت د زندانیانو دوسیې څېړي


په پنجشېر ولایت کې د طالبانو لخوا د یو شمېر کسانو د نیولو په اړه د راپورونو د خپرېدو سره هم مهاله، د طالبانو رهبرۍ د یادو بندیانو د دوسیو څېړلو لپاره یو شپږ کسیز کمېسیون ګمارلی دی.

باختر دولتي خبري آژانس د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۴) ویلي چې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د حکم په اساس دغه کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د پنجشېر ولایت اړوند بندیانو دوسیې له سره وګوري.

باختر آژانس دا نه دي ویلي چې په پنجشېر ولایت کې څومره کسان بندبان او څنګه نیول شوي دي.

د دغه شپږ کسیز کمېسیون مشري د کابل لپاره د طالبانو والي مولوي نداء محمد ندیم ته سپارل شوې ده. ویل کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د پنجشېر ولایت یو شمېر اوسېدونکي په کابل کې نیول شوي او اوس بندیان دي.

پر همدې مهال د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د جګړې کمېدو وروسته د طالبانو لخوا د یو شمېر کسانو نیول دوام لري.

هغه د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې نیول شوو کسانو کې د پاخه عمر کسان هم شامل دي.

هغه زیاته کړه: "په وروستیو ورځو کې (د طالبانو) شمېر زیات شوی دی. په تېرو څلورو ورځو کې ۷۰ کسان یې د شصت، قابضان، بخشي خیل، او بادرخیل سیمو څخه نیولي دي او بندیان کړي یې دي. نیول شوي کسان د لیري پرتو سیمو خلک او بزګران دي."

دغه سرچینې ادعا وکړه چې یاد کسان د طالبانو لخوا د «مقاومت جبهې) سره د همکارۍ په تور نیول شوي و چې څو تنه یې تر څو ساعتونو وروسته بیرته خوشي شوي دي.

یوې بلې سرچینې هم ادعا کړې چې تېره پنجشنبه د پنجشېر ولایت په افشار ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې تر ډزو وروسته طالب سرتیرو ددغه ولسوالۍ څه باندې ۱۰۰ کسان نیولي دي.

هغه ادعا وکړه چې دغه خلک د افشار ولسوالۍ د جیر علي، بابا علي او سنګي خان سیمې اوسېدونکي دي.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو تر دا مهاله د یادو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت خلاف «د مقاومت جبهې» هم ادعا کړې وه چې اوس مهال د دغه ولایت څه باندې ۵زره کسان له طالبانو سره بندیان دي.

دا چې یادو سیمو ته د خپلواکو خبریالانو لاس رسی ستونزمن دی، هلته د جګړو په اړه په خپلواکه توګه د دواړو لورو د ادعاو سپیناوی هم سخت دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د ولایتونو د استخباراتي مسؤلینو سره لیدنه کې ویلي و چې خلک په ناحقه سره بندیان نکړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره اونۍ وویل چې ملا هبت الله اخندزاده په دغه لیدنه کې ټینګار کړی و چې خلک باید د «شکونو» په اساس ونه نیسي او بندیان یې نکړي.

په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر «یوناما» وویل چې په پنجشیر کې د نا امنیو د بشري حقونو څخه د سرغړونو د اندېښنو او ادعاو له راپورونو وروسته یې یو پلاوی دې ولایت ته تللی و.

یوناما په یوې اعلامیې کې ویلي و چې ټیمونو یې د پنجشیر لپاره د طالبانو د حکومت له والي سره هم لیدلي دي، خو په دې اړه یې نور معلومات نه و ورکړي.

په اعلامیې کې راغلي و چې«حساب ورکوونه او د ټولو افغانانو د حقونو ساتنه د سولې اساسي کیلي ده. یوناما به په دې اړه خپل نظارت روان ساتي.»

XS
SM
MD
LG