د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د حکومت ځینې ادارې په موقتي توگه وتړل شوې


د امریکا د متحده ایالاتو کانگرس
د امریکا د متحده ایالاتو کانگرس

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د شنبې په سهار د حکومت د ځنیو ادرو تړل وروسته له هغې پیل کړل چې د سنا مجلس د حکومت د لگښتونو لایحه وځنډوله.

د واشنگټن ډي سي په وخت نیمه شپه د حکومت د لگښتونو صلاحیت پای ته ورسید او غیر ضروري ادارې وتړجل ژشوې.

د امریکا د سنا مجلس غړي به د شنبې د ورځې په ماسپښین د حکومت د موقتي لگښتونو په لایحې باندې بحث ته دوام ورکړي چې په دې توگه به حکومت د فبرورۍ د میاشتې تر اتمې نیټې پورې وکړی شي چې د خپلو لگښتونو لپاره بودجه ولري.

د دستورالعملونو له مخې د فدرالي حکومت یواځې ضروري کارکوونکي، امنیتي، پوځي، روغتیایي چارو او یو شمیر قراردادیان کولای شي خپلو دندو ته حاضر شي.

دا وضععیت به تر هغه دوام کوي تر څو چې کانگرس په موقتي توگه او یا هم په بشپړه توگه د حکومت بودجه تصویب کړي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ چې اکل شوې وه د خپل جمهوري ریاست د یو کلنی جشن په فلوریدا کې په خپل تفریح ځای کې ولمانځي اعلان وکړ چې هلته نه ځي او غواړي په سپینه ماڼۍ کې اوسي چې د فدرالي حکومت د تړلو په موضوع کار وکړي.

ښاغلي دونالد ټرمپ په دې اړه په خپل غبرگون کې وویل چې دا هغه څه دي چې دموکراتان یې په لټه کې وو.

په مقابل کې دموکراتانو په وار وار ادعا کړې چې دا جمهور رئیس او د هغه جمهوري غوښتونکي گوندي ملگري دي چې د بودجې د حل کولو لپاره هڅه نه کوي. د سنا په مجلس کې د دموکراتانو مشر سناتور تی چاک شومر، هم ویلي دي چې جمهور رئیس ټرمپ پخپله ویلي وو چې د حکومت د بندیدو هرکلی کوي.

په کانګرس کې د دیموکرات او جمهوریت غوښتونکو ګوندونو غړو د مهاجرت قانون پر سر اختلاف لري او دغې مسلې د بودیجې پر تصویب اثر کړی دی.

دیموکراتان غواړي چې د حکومت د کار د دوام په خاطر یواځې د مصارفو بودیجه تصویب کړي خو جمهوریت غوښتونکي بیا کوښښ کوي چې بودیجه باید د سرحدي امنیت او په قانوني مهاجرت کې د اصلاحاتو کار تقویه کړي.

جمهوریت غوښتونکو دیموکراتانو ته یوه مصوده لیږلې چې د ۷۰۰۰۰۰ غیرقانوني مهاجرو لپاره قانوني بودیجه تخصیص شوې نه ده.

دیموکراتانو غوښتنه کړې چې په هر ډول لنډمهالې مصرفي بودیجې کې دې د مهاجرینو د ساتنې د یو پروګرام (ډاکا) د ذیحق کسانو خوندیتوب په پام کې ونیول شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټوئيټ کې لیکلي دي چې "د حکومت تعطیل به زموږ د پوځ لپاره ورانونکی وی.

د امریکا د حکومت د ټرل کیدو تاریخي پس منظر په دې ویدیو کې وگورئ:

په امریکا کې د حکومت بندیدل
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:45 0:00

XS
SM
MD
LG